ایران «۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې رخصت» اعلان کړی
۱۴۰۴ اسفند ۱۰, یکشنبه
ایراني رسنیو د یکشنبې ورځې په لومړنیو ساعتونو کې د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه ای د وژل کېدو رسمي اعلان وکړ. د خامنه ای د وژل کېدو خبر د ایران دولتي رسنیو له هغې جملې فارس خبري آژانس هم ورکړ.
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او ځینو نورو چارواکو او سرچينو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې خامنه یې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ایران تسنیم خبري آژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې آژانس دی، رپوټ ورکړی چې د ایران حکومتي پلاوي د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه ای د وژل کېدو په مناسبت یوه خپره شوې اعلامیه کې «۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې رخصتي» اعلان کړې ده.
د ایران دولتي پلاوي په دغه اعلامیه کې همدارنګه ګواښ کړی چې د امریکا او اسرائیل اقدام به «بې ځوابه» پرې نه ږدي.
نور ولولۍ: د خامنه ای د مړینې احتمال
د تسنیم په رپوټ کې راغلي چې علي خامنه ای د وژل کېدو پر مهال «پر خپلو ورځنیو چارو بوخت و او د خپل کار په ځای کې په رهبري کې و.»
ایران د خامنه اې د وژنې رسمي اعلان، پر ایران د امریکا او اسرائیل د شنبې ورځې پوځي عملیاتو وروسته وکړ. په دغو بریدونو کې په نخښه کړل شوو اهدافو کې یو هم د خامنه ای دفتر و.
د سپاه پاسداران ګواښ
د امریکا او اسرائیل په حملو کې د خامنه ای تر وژل کېدو وروسته د ایران سپاه پاسداران د یکشنې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ لومړۍ) په یوه اعلامیه کې ګواښ وکړ چې د «د ایران ملت به د هغوی د سختو، قاطع او پښیمانه کونکو مجازاتو له پاره له انتقام څخه لاس وانخلي.»
نور ولولۍ: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل
سپاه پاسدارن په دغه اعلامیه کې پر ایران د امریکا او اسرائیل حمله «تروریستي، له دیني، اخلاقي، حقوقي او عرفي» پلوه مجرمانه ښودلې او ادعا ېې کړې چې «د ایران وسله وال ځواکونه او د خلکو ستر بسیج به د رهبر لارې ته ادامه ورکړي.»
ترمپ: پوهیږم چې د خامنه ای تر مرګ وروسته به اصلي تصمیم نیونکی څوک وي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي د خامنه ای تر وژل کېدو وروسته د هغه د ځای ناستې د ټاکلو له پاره نظریې په ذهن کې لري. ترمپ دغه خبره له «سي بي اس» شبکې سره په یوه ټیلفوني مرکه کې وکړه.
ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هغه په آند د خامنه ای تر مرګ وروسته به اصلي تصمیم نیونکی څوک وي، وویل: «دقیقا پوهېږم چې څوک به وي، خو نشم کولی تاسو ته ېې ووایم.»
نور ولولۍ: ایران په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي
ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په ایران کې داسې کوم خاص کس شته چې دی تمایل ولري هغه دې د دغه هېواد رهبري په غاړه واخلي، وویل: «هو، فکر کوم همداسې ده. ښه انتخابونه موجود دي.»
د جګړې دوهمه ورځ
رپوټونه وايي په منځني ختيځ کې جګړه نن یکشنبه خپلې دوهمې ورځې ته داخل شوې ده.
د یکشنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې درنو چاودنو یو ځل بیا د ایران پلازمینه تهران ولړزاوه. د رپوټونو مطابق په تهران کې لږ تر لږه د درو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. چاودنو سره جوخت د الوتکو غږونه هم اورېدل شوي دي.
نور ولولۍ: ایران او امریکا ته د ګروسي «وړاندیز»؛ عراقچي وايي ایران به تسليم نه سي
په ورته وخت کې د اسرائيل پوځ اعلان کړی چې په یران کې ېې د اهدافو د نخښه کولو په موخه د تازه بریدونو لړۍ پیل کړې ده. پوځ اعلان کړی چې «د دښمن د بالستیک توغنديو د توغولو ځایونه او د دافع هوا سیستمونه» هدف ګرځوي.