1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د لنډمهاله مشرتابه شورا پیل او د احمدي نژاد وژل کیدل

احمد حکيمي ډي پي اې
۱۴۰۴ اسفند ۱۰, یکشنبه

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ستر مذهبي مشر تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوې لنډمهاله مشرتابه شورا خپل کار پیل کړی، په داسې حال کې چې دولتي رسنۍ د پخواني ولسمشر محمود احمدي‌ نژاد د وژل کېدو خبر هم ورکوي.

https://p.dw.com/p/59cpF
  آرشیف - د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي‌ نژاد
د ایران ولتي رسنۍ د پخواني ولسمشر محمود احمدي‌ نژاد د وژل کېدو خبر ورکړ انځور: Sobhan Farajvan/Pacific Press/picture alliance

د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په وینا، هغه لنډمهاله مشرتابه شورا چې د ستر مذهبي مشر آیت ‌الله علي خامنه‌ای تر وژل کېدو وروسته جوړه شوې، خپله دنده پیل کړې ده.

پزشکیان د یکشنبې په ورځ په یوه ثبت شوې ویډیويي وینا کې چې د ایران د دولتي ټلوېزیون له لارې خپره شوه، وویل: «لنډمهاله مشرتابه شورا خپل کار پیل کړ... موږ به د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني د ټاکلې لارې پر دوام په خپل ټول ځواک سره مخته ځو.»

نور ولولۍ: د ایران مذهبي رهبر علي خامنه ای څوک وو؟

هغه زیاته کړه چې د اسلامي جمهوریت پوځ به د «دښمن اډې په قاطعانه توګه وځپي».

له بلې خوا، د آلمان خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي ‌نژاد په تهران کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

نور ولولۍ: د خامنه ای وژل کېدل؛ ایران «۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې رخصت» اعلان کړ

دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې سیمه له سختو سیاسي او امنیتي تحولاتو سره مخ ده او د ایران د لوړو چارواکو پر وړاندې بریدونو د کړکېچ نوی پړاو رامنځته کړی دی. چارواکو تر دې دمه د برید د جزییاتو او احتمالي عاملینو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

له آرشیف څخه: 

ایران کې واک د چا په لاس کې دی؟