1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ویلي، پر ریاض درې بالیستیک توغندي توغول شوي

امید دیدار دویچه ویله انګلیسي
۱۴۰۵ فروردین ۲, یکشنبه

د سعودي عربستان دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د دې هېواد پلازمېنې ریاض شاوخوا سیمو کې درې بالیستیک توغندي لګېدلي دي.

https://p.dw.com/p/5AsKL
Buchmesse Kairo Teilnahme von Saudi Arabien
سعودي عربستان ویلي، پر ریاض درې بالیستیک توغندي توغول شويانځور: DW/A. Wael

د سعودي عربستان دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د دې هېواد پلازمېنې ریاض شاوخوا سیمو کې درې بالیستیک توغندي لګېدلي دي.

د دې وزارت ویاند پر خواله رسنیو ویلي:«یو توغندی شنډ شو. په داسې حال کې چې دوه نور توغندي د استوګنې سیمې وړاندې ولګېدل.»

اړوند: اسرائیل د ایران پر پلازمېنې د بریدونو د دوام خبر ورکړ

د سعودي عربستان دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه توغندي چا توغولي؛ خو ایران تر دې مخکې هم پر دې هېواد د امریکا او اسرائیل د برید په غبرګون کې سعودي عربستان نښه کړی دی.

د دغې هېواد دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې له نیمې شپې راهیسې یې تر اوسه پنځه بې پیلوټه الوتکې هم کشف کړي دي.

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar