1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د ایران پر پلازمېنې د بریدونو د دوام خبر ورکړ

امید دیدار دویچه ویله انګلیسي
۱۴۰۵ فروردین ۲, یکشنبه

د اسرائیل پوځ د یکشنبې پر شپه وویل، چې د ایران پر پلازمېنې تهران یې د بریدونو تازه څپه پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/5AsKK
Patriots werden in Irael aufgestellt
اسرائیل د ایران پر پلازمېنې د بریدونو د دوام خبر ورکړانځور: AP

د اسرائیل پوځ د یکشنبې پر شپه وویل، چې د ایران پر پلازمېنې تهران یې د بریدونو تازه څپه پیل کړې ده.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونه« دمګړۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکوي.»

د ایران او اسرائيل کړکيچ او د افغانستان پر بازارونو یې اغیزې

دا خبر څو ساعته وروسته له هغې ورکړل شو، چې ایراني توغندي د اسرائیل د هستوي تحقیقاتو اصلي مرکزونو ته نیږدې دوو ښارونو کې ولګېدل او لسګونه کسان یې ژوبل کړل.

 

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar