«طالبانو او پاکستان توافق وکړ چې د تشدد له زیاتیدو ډډه وکړي»
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینگ د چهارشنبې په ورځ په یوې ورځنۍ خبري ناسته کې وویل چې په دغو خبرو اترو کې دواړو هیوادونو توافق کړی دی چې د هغو اقداماتو له سرته رسولو ډډه وکړي چې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د وضعیت د لاپیچلیتا سبب کیږي.
هغه زیاته کړه چې چین له دواړو هیوادونو سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي او همدارنگه د خبرو اترو له پاره زمینه برابروي.
متقي: د سولې خبرې اترې«گټورې» وې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د روان تاوتریخوالي د حل له پاره، په چین کې ترسره سویو خبرو اترو « گټور پرمختگونه» درلودل.
دواړې خواوې د تیرې اونۍ له پنجشنبې راهیسې، د چین په لویدیځ د اورومچي په ښار کې د خبرو اترو په حال کې وو؛ داسې خبرې اترې چې د هغو نښتو د پای ته رسیدو په هدف ترسره کیږي چې تر اوسه د سرحد په دواړو خواوو کې د لسونو کسانو د وژل کیدو سبب سوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقی، د سه شنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر سره ولیدل او له پیکنگ څخه یې د دغو خبرو اترو د ترتيبولو او کوربه توب له امله مننه وکړه.
متقي همدارنگه له سعودي عربستان، ترکیې، قطر او عربي متحده اماراتو څخه د منځگړیتوب هلو ځلو له کبله مننه وکړه.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ایکس پر شبکې په یوه پوست کې ولیکل: »ددې په پام کې نیولو سره چې تر اوسه گټورې خبرې اترې ترسره سوې دي، د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړې چې جزوي اختلافات په تفسیر کې د خبرو اترو د پرمختگ خنډ ونه گرځي.«
پاکستان: پوځي عملیات به ادامه پیدا کړي
پاکستاني چارواکو یادو خبرو اترو ته مستقیم غبرگون و نه ښود.
د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر د سه شنبې په ورځ د خپل هیواد له پوځي لوړپوړو قوماندانانو سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د پاکستان پوځي مشرانو ژمنه وکړه، تر هغه وخت پورې چې «د ترهگرو د ساتنې پناه ځایونه او د پاکستان پر ضد دافغانستان له خاورې استفاده په قاطع توگه پای ته ورسیږي.»، پوځي عملیات به ادامه پیدا کړي.
اړونده موضوع: طالبان: د پاکستان په بریدونو کې له ۷۶۰ ډیر ملکیان وژل شوي
ملگري ملتونه: شاوخوا ۹۴ زره کسان بې ځایه سوي دي
په افغانستان کې د ملگرو ملتو د بشري مرستو همږغي کوونکې ادارې (اوچا) اعلان وکړ چې دغه نښتې په مجموعي ډول د شاوخوا ۹۴ زره کسانو د بې ځایه کیدو سبب سوي دي.
همدارنگه ویل سوي دي چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې، سرحد ته نیژدې د افغانستان د دوو ولسوالیو شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته لاس رسی، د جگړو له امله قطع سوی دی.
وروستۍ نښتې د دواړو هیوادونو ترمنځ تر ټولو سختې نښتې بلل کیږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې دغه تاوتریخوالی د زیاتیدو په حال کې و.
اړونده موضوع: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نوي سرحدي نښتې
ددغو نښتو دلیل دادی چې پاکستان د طالبانو اداره، پاکستاني طالبانویا «ټي ټي پي» ډلې ته په پناه ورکولو او له هغوی څخه په ملاتړ تورنوي، خو د طالبانو ادارې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي. د افغانستان طالبان د «تحریک طالبان پاکستان»له ملیشو سره اړیکه لري، خو دغه دواړې ډلې د جوړښت له پلوه یو له بل څخه بیلې دي.
افغانستان پر پاکستان تور لگولی دی چې د مارچ پر ۱۷م یې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز یو هوايی برید ترسره کړی چې د طالبانو په خبره پکښې څه د پاسه ۴۰۰ کسان ووژل سول.
پاکستان د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه برید «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او له ترهگرو څخه د ملاتړ زیربناوې» په نښه کړي دي.