د ایران جګړه: ولي روسیه د ایران مرستي ته نه وردانګي؟
۱۴۰۴ اسفند ۱۴, پنجشنبه
د شنبې په ورځ د (فبرورۍ ۲۸ مه) د امریکا او اسرائيل له خوا پر تهران د هوایي بریدونو له پیل څخه څو ساعته وروسته، روسیې په یوه څرګنده اعلامیه خپل غبرګون وښوده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا، دا برید «د ملګرو ملتونو د خپلواک غړي پر وړاندې د بې دلیله وسله وال یرغل عمل» وباله.
روسیه د تهران له څو نیږدې متحدینو څخه یوه ده، او د ایران د رژیم احتمالي سقوط کولی شي د مسکو جیوپولیتیک او اقتصادي ګټو ته زیان ورسوي. نو ولې روسیه د تهران مرسته نه کوي؟
د روسیې او ایران ملګرتیا
په اذربایجان کې د روسیې او منځني ختیځ په اړه خپلواکې کارپوهې نیکیتا سماګین، دویچه ویله ته وویل چې مسکو او تهران د روسیې لپاره په څو مهمو اقتصادي پروژو کې همکاري کړې ده.
هغې وويل: «د شمال-جنوب ترانسپورت دهلېز یوه له همدغو پروژو ده. په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین برید وکړ د روسیې عامې ټرانزیټ لارې د ۲۰۲۲م کال په فبروري په بشپړه توګه بندې شوې.»
روسیې، هند اوایران په ۲۰۰۰ کال کې د ۷۲۰۰ کیلومتره څواړخیزې شبکې لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې ټاکل شوې ده له اذربایجان څخه هم تېره شي.په سعودي عربستان کې د خلیج د څیړنې مرکز په وینا، دغه پروژې ۷۵ سلنه بشپړه شوې ده.
ایران له پوځي پلوه هم روسیې ته مهم و، په ځانګړې توګه له ۲۰۲۳م کال راهیسې کله یې چې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې ورکړې.
د امریکا د سمندري څیړنې مرکز کې د روسیې د مطالعاتو د پروګرام شنونکی جولیان والر، دویچه ویله ته وویل چې دې ډرونونو په اوکراین کې په پراخه د جګړې کچه بدله کړه.
نوموړي زیاته کړه: «ایران د روسیې د جګړېزو هڅو لپاره ګټور و که څه هم د دې ډرونونو تولید اوس په لویه کچه په روسیه کې کیږي او تولید یې ښه شوی دی.»
د راپورونو له مخې روسیې له ایران سره استخباراتي معلومات شریک کړي او په تیرو وختونو کې یې تهران ته توغندي او مهمات هم لیږلي دي.
سماګین ټینګار وکړ: «سره له دې هم د روسیې او ایران همکاري ایډیالوژیکه نه ده، روسي سیاستوال ایران ته کومه ځانګړې علاقه نه لري، خو دوی تهران ته د یو باوري ستراتیژیک ملګري په توګه ګوري، ځکه چې دواړه هیوادونه د نړیوالو بندیزونو سره مخ دي. دا چاره د ترکیې او مصر برعکس ده، ځکه که لودیځ فشار راوړي له روسیې سره سوداګري ودروي.
د لندن په چتم هاوس کې د اروپا او روسیې د څانګې رئیس ګریګوار روس په وینا، ایران حتی په ځینو برخو کې د مسکو لارښود شوی دی. هغه وویل: «ایران د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي په برخه کې پراخه تجربه لري او په دې اړه یې روسیې ته مشوره ورکړې ده.»
ایران ناسمه محاسبه کړې وه؟
کارپوهان په دې همغږي دي چې روسیه د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائيل په روانه جګړه کې په فعاله توګه مداخله نه کوي. والر وویل: «دا دواړه هیوادونه دفاعي متحدین نه دي.» ځینې شنونکي وايي باور دا دی چې روسیه له اسرائيل سره یو داسې غیر رسمي تړون لري چې جګړه به ورسره نه کوي.
سره له دې، د نړیوالو اړیکو کارپوه مجتبی هاشمي وویل چې تهران له روسیې د «سیاسي او پوځي مرستې تمه درلوده.» نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «په دې تمه کې د تخنیکي-پوځي همکارۍ پراخول، د معلوماتو تبادله کول او د ایران دښمنانو ته د واضح پیغام لیږل شامل ول - نه یوازې لفظي ملاتړ.» هغه وویل، د ایران رژیم غلط محاسبه کړې وه.
هاشمي زیاته کړه: «روسیه او چین لویې ستونزې لري چې باید ورته اندیښمن شي. د ایران لپاره د دوی ملاتړ هغه ډول و چې اسلامي جمهوریت ته یې د ځپنې وسیلې چمتو کړې دي.»
د جورج واشنګټن پوهنتون استاد محمد قایدي په دې باور دی چې د روسیې نه ملاتړ د ایراني مشرانو لپاره د حیرانتیا خبره نه ده.» هغه زیاته کړه چې «په تهران کې د مسکو د بې باورۍ تاریخ اوږد دی. لکه څنګه چې [د ایران پخواني ولسمشر] محمود احمدي نژاد ویلي و، «روسیې تل د ایران خلک پلورلي دي.» او په ۲۰۲۵م کال کې له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، مسعود پزشکیان وویل، «هغه هیوادونه چې موږ ملګري ګڼل، په جګړه کې یې له موږ سره مرسته ونه کړه.»
د مسکو لپاره د ایران د جګړې ګټې او زیانونه
د چتم هاوس روس په دې باور دی چې د ایران اوږده جګړه د مسکو لپاره ګټوره کیدای شي. هغه وویل: «د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لپاره رسنیز حضور کمیږي، ځکه چې هرڅه به په ایران او د جګړې پر خطرونو متمرکز وي.»
هغه زیاته کړه: «سربیره پر دې، واشنګټن نشي کولی په ورته وخت کې د ډیپلوماتیک او نظامي ملاتړ له پلوه دوه جبهې اداره کړي، او لومړیتوب به یقینا منځنی ختیځ وي.»
له اقتصادي پلوه هم کیدای شي روسیه ګټه وکړي. ایران د هرمز تنګی چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل او ګاز ترې تیریږي تړلی دی. او د انرژۍ بیې لوړې شوي دي.
والر وویل: «که چیرې د تیلو او ګازو بیې د میاشتو یا یو کال لپاره لوړې پاتې شي، نو دا به د روسیې لپاره، چې د انرژۍ صادرونکی دی، یوه لویه ګټه وي.»
هغه زیاته کړه چې کریملین بیا کولی شي ځینې کورني مالیات کم کړي چې د جګړې لپاره یې د پیسو ورکولو لپاره لګولي وو. خو د ایران د رژیم احتمالي سقوط به د لوی ځواک په توګه د روسیې د دریځ لپاره یو لوی ګوزار وي. ځکه روسیه غواړي ځان د یو لوی قدرت په توګه وښیې.
هغه وویل: « روسیه د ایران، چین، او سوریې په ګډون د هغو هیوادونو له ډلې ده چې غواړي د لویدیځ په مشرۍ نړیوال نظم پر څو قطبونو وویشي.»
ایا د روسیې او ایران اتحاد به دوام وکړي؟
هاشمي په دې باور دی چې د ایران لپاره د روسیې د ملاتړ نشتوالی احتمال لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم نازکې کړي.
نوموړي وویل: « روسیې او چین له لویدیځ سره د معاملې په توګه ایران کارولی دی. که اوسنی رژیم نور هم کمزوری شي، مسکو به احتمالاً د راتلونکي حکومت څخه د دې پرځای چې په سقوط شوي جوړښت پانګونه وکړي، تضمین وغواړي. چین به هم له راتلونکي حکومت څخه د خپل نفوذ د ساتلو لپاره امتیازات وغواړي، ترڅو یوه برخه خپل نفوذ وساتي. خو دواړه پوهیږي چې له اسلامي جمهوریت وروسته به له دوی سره د ایران اړیکې په بشپړ ډول توپیر ولري.»
خو د قایدي په وینا اوسنی ایراني رژیم لاهم غواړي چې د لویدیځ له پلوه د لوړ فشار له امله له روسیې سره نږدې اړیکې وساتي. هغه وویل: «فکر نه کوم تهران دغه ملګرتیا له خطر سره مخ کړي، په ځانګړي ډول روسیې سره چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د ویټو حق لري.»