اسرائيل: پر رفح مو هوايي بريدونه وکړل
۱۴۰۴ مهر ۲۷, یکشنبه
د اسرائيل پوځ د دې خبرې پخلی کړی چې د غزې په جنوبي برخه کې پر رفح ښار يې د وسله والو فلسطينيانو د بريدونو په ځواب کې هوايي بريدونه کړي دي. د اسرائیل پوځ وويل: «نن سهار ترهګرو د ټانک ضد توغندي وتوغول او د اسرائيل د دفاعي ځواکونو پر سرتېرو يې ډزې وکړې». د پوځ په وينا ورپسې د اسرائيل پوځ د جنګي الوتکو له لارې د هوايي بريدونو او د توپچي بريدونو په ترسره کولو سره غبرګون وښود. پوځ دغه بريدونه د «اوربند ښکاره سرغړونه» وبلله، کوم چې د اکتوبر له لسمې نېټې راهيسې په غزه کې نافذ دی.
حماس په رفح کې د جګړې څخه ځان ناخبر ښودلی. دغې ډلې پر اسرائيل د اوربند ماتولو تور لگولی دی.
د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر حماس تور ولګاوه چې «اوربند يې مات کړی» او د دفاع وزير اسرايل کاتز او د امنيتي ځواکونو له مشرانو سره تر سلا وروسته يې پوځ ته امر وکړ چې «په ټول زور» د غزې په سيمه کې پر «ترهګريزو هدفونو» بريدونه وکړي، لکه څنګه چې د هغه دفتر د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ.
حماس ۷ یرغمل آزاد کړل؛ ترمپ ويلي «په غزه کې جګړه پای ته رسېدلې»
تر دې مخکې، د اسرائيل يو استازي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي وو چې د اسرائيل سرتېري د حماس د نښان ويشتونکو او د يو راکټ لانچر په مرسته تر بريد لاندې راغلي دي. هغه وويل: «دواړې پېښې په هغه سيمه کې شوي چې د ختيځ ژړه کرښه ده او د اسرائيل تر کنټرول لاندې ده.» دا هغه کرښه ده چې د اوربند له ټینګښت وروسته د اسرائيل پوځ ورته په شا شوی و.
د رفح اوسېدونکو فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي چې جګړه وشوه او ورپسې د اسرائيلي الوتکې له خوا دوه هوايي بريدونه ترسره شول.
د اسرائيل او حماس تر منځ شخړه تر دوه کلن جريان وروسته په اوربند درېدلې وه. خو اوس دواړه اړخونه يو پر بل د اوربند د نقض تورونه لگوي.