1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته اېستل شوي اوکراینیان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

۱۴۰۴ آذر ۲, یکشنبه

نژدې ۲۰۰زره اوکراينيان چې د جو بایدن حکومت پر وخت امریکا ته وښکل شوي ول اوس له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. امریکا په ۲۰۲۲ کال کې د یو بشردوستانه پروګرام په چوکاټ کې شاوخوا ۲۶۰زره اوکراینیان د دوو کلونو له پاره ومنل.

https://p.dw.com/p/544MY
آرشیف - د ۲۰۲۳م کال د فبروي په لومړۍ نېټه د نیویارک په بروکلین کې د کار موندنې يوه نندارتون ته راغلي اوکرایني مهاجر
نژدې ۲۰۰زره اوکراينيان چې د جو بایدن حکومت پر وخت امریکا ته وښکل شوي ول اوس له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ ديانځور: Andrew Kelly/REUTERS

رويټرز خبري آژانس د امریکا متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس ليکي چې د دونالد ترمپ ادارې د اوکرايني مهاجرو بشري پروګرام ته رسیدګي ځنډولې چې دغه کار د نژدې ۲۰۰زره اوکرایني مهاجر، خپل قانوني وضعیت د لاسه ورکولو له خطر سره مخ کړي دي. دا چې د پروګرام ځنډولو څه شمېر اوکرایني مهاجر اغیزمن کړي، مخکې ېې په هکله رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په اوکراین کې له جګړې څخه امریکا ته د تښتېدلو لسونو زره اوکراينیانو په ډله کې یوه هم ۳۵ کلنه امریکترینا ګولیزدرا ده. په امریکا کې د هغې د اوسېدو قانوني موده په می میاشت کې پاې ته ورسېده چې دې سره ګولیزدرا په اتومات توګه د اخراج له خطر سره مخ شوه. هغې شپږ مېاشتې په یوې قانوني بلاتکلیفۍ کې تېر کړي او وايي اوس به شپږ مېاشتې نورې صبر کوي چې د دونالد ترمپ اداره ېې په هکله څه فیصله کوي.

مېرمن ګولیزدرا خپل د کار جواز چې په کال کې ېې ۵۰زره امریکايي ډالر پرې ګټل له لاسه ورکړی او وايي چې نور خپلې مور ته چې په جګړو کې بېځایه او آلمان ته راکډه شوې، پیسې نشي لېږلی. ګولیزدرا د فلوریدا په فورت لادردیل ښار کې په ريتز-کارلتون شرکت کې د منېجرې په توګه کار کاوه. هغې اوس خپله روغتيايي بیمه هم له لاسه ورکړې ده.

دغه اوکراينۍ مېرمن وايي چې هېڅ نه پوهيږي چې د امریکا حکومت به ېې په هکله څه وخت او څه پرېکړه کوي.

د امریکا د مهاجرت ادارو درو چارواکو ويلي که چېرته مېرمن ګولیزدرا د خپلې اقامې د تمدید له پاره دفتر ته مراجعه وکړي نو کېدای شي د مهاجرت فدرالي ادارې د چارواکو له خوا ونیول شي. 

ګولیزدرا وايي تېرې شپږ مېاشتې پرې داسې تېرې شوي لکه په «همستر څرخ» کې چې وي. دا هغه ډول څرخ دی چې په داخل کې ېې منډه وهونکی انسان له خپل ځایه مخکې نه شي تللی بلکې پر ځای ېې څرخ تاویږی. هغه وايي «دا ورته یو ثابت فشار او اضطراب دی.» نوموړې زیاتوي کې چېرته له امریکا وتلو ته اړ کېږي نو بیا مجبوره ده چې یو بل ځای له سره ژوند راجوړ کړي.

آرشیف په ۲۰۲۲ کې د اوکراین بوچا ښارګوټي د روسي ځواکونو په حمله کې وسوځول خو تر نېولو وروسته پکې د ملکیانو په ګډون د سلونو مړو جسدونه وموندل شول .
مېرمن ګولیزدرا وايي کور ېې پلازمېنه کیف ته نژدې په بوچا ښارګوټي کې وو هغه ښار چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې د روسي ځواکونو په حمله کې وسوځول شوانځور: Zohra Bensemra/Reuters

رويټرز خبري آژانس وايي چې ۲۴ اوکرايني مهاجرو سره چې د کار جوازونه ېې له لاسه ورکړي مرکې کړې دي. دغه مهاجر په مختلفو برخو له هغې جملې د تکنالوژۍ، د وړکتونونو د ښوونکو، مالي پلانونکو او ډېزاینرانو په توګه کارونو کړي دي.

دوی ويلي له کاره د ګوښه کېدو وروسته پر خپلو ټولو کړو پیسو متکي شوي او د سوسیال مرستو ترلاسه کولو ته ېې مخه کړې او اوس دې ته په تمه دي چې حکومت ېې په هکله څه تصمیم نیسي.

د مرکه کونکو له ډلې ځینو ېې ويلي چې دوی سره د دې بېره موجوده ده چې د امریکا د مهاجرت ادارې چارواکو له خوا به ونیول شي. ځینو بیا ويلي چې له کوره بهر نه وځي او یا غواړي نورو ملکونو لکه کاناډا، اروپا او یا جنوبي امریکا ته ځانونه وباسي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، د امریکا د هغه وخت جمهور رئيس جو بایډن ادارې د همدې کال په اپریل کې د اوکراینیانو له پاره یو بشري پروګرام اعلان کړ. دغه پروګرام شاوخوا ۲۶۰زره اوکراینیانو ته اجازه ورکړه چې د امریکا خاورې ته داخل او د دوو کلونو له پاره هلته مېشت شي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ارقامو له مخې په اوکراین کې جګړې ټول ټال ۵ اعشاریه ۹ میلیونه اوکراینیان اړ کړل چې د نړۍ مختلفو برخو ته مهاجرتونو وکړي چې له دې ډلې ۵ اعشاریه ۳ میلیونه ېې اروپايي ملکونو ته راغلل. په دې اساس امریکا ته تللي اوکرايني مهاجر ېې یوه کوچنۍ برخه تشکیلوي.

مېرمن ګولیزدرا وايي چې د هغې کور د اوکراین پلازمېنه کیف ته نژدې په بوچا ښارګوټي کې دی چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې د روسي ځواکونو په حمله کې وسوځول شو. وروسته له هغې چې اوکرايني ځواکونو دغه ښار بېرته ونیوه، پکې د ملکیانو په ګډون د سلونو مړو جسدونه وموندل شول، چې په خپلسري توګه وژل شوي ول.

ګولیزدرا د خپل راتلونکې برخليک په هکله نه پوهيږي چې څه ورسره کيږي خو وايي چې بېرته اوکراین ته تلل ورته یو انتخاب نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب