پاکستان: د خواله رسنیو شرکتونه دې د اورپکو حسابونه بند کړي
۱۴۰۴ آذر ۲۱, جمعه
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چوهدري په اسلام آباد کې یو خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان، هند او د نړۍ په نورو برخو کې د اکس يا پخواني ټويټر شبکې ګڼ شمېر حسابونه فعال دي چې افراطي محتواوې خپروي او وسله والو ډلو سره مرسته کوي. چوهدري زیاته کړه که شرکتونو په دې کار کې پاتې راشي دا به سبب شي چې حکومت سخت محدودیتونه ولګوي او یا پر قانوني اقداماتو لاس پورې کړي.
چوهدري چې خپله دغه ادعا د مستندو شواهدو په توګه مطرح کوله وویل چې د هندوستان او پاکستان په منځ کې فعال وسله وال د دغو دوو هېوادونو له ملاتړه برخمن دي.
اسوشتید پریس تېره ورځ په خپل ېو رپوټ کې ويلي وو چې کابل او نوي ډيلي په سملاسي توګه د اسلام آباد دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
نور ولولۍ: په کابل کې د علماوو اعلاميې ته د پاکستان محتاط غبرګون
پاکستان نژدۍ ۲۵۰ میلیونه نفوس لري چې کابو ۷۰ میلیونه ېې د ټولنیزو رسنیو له پلاټفورمونو استفاده کوي. چوهدرې زیاته کړه چې پاکستان په حاضر وخت کې د «تروريستانو او نړۍ ترمنځ د یو دېوال» په توګه خدمت کوي او خبرداری ېې ورکړ هغه ډلې چې د پاکستان ضد فعالیت کوي په نهایت کې کېدای شي نور هېوادونه هم وګواښي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالو د ډېرو پېښو شاهد پاته شوی چې د اکثریت هغو مسئولیت ېې بلوچ بيلتون غوښتونکو (BLA) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې پر پاکستاني طالبانو هم یادیږي، منلی دی.
اسلام آباد ډېری وخت پر افغانستان او هندوستان تور لګولی چې له بلوچ بيلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو کابل او نوي ډيلي تل دغه تورونه رد کړي دي.
چوهدري وویل پاکستاني څېړونکو په وروستیو کې لږ تر لږه د اکس ۱۹ حسابونه پېژندلي چې وسله والو ډلو سره ېې تړاو درولود او له هندوستان څخه ېې فعالیت درلود. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې هم څه باندې شل دا ډول حسابونه پېژندل شوي چې له ډلې ېې یو شمېر ېې ظاهرا د طالبانو له ادارې سره اړيکي لري.
نور ولولۍ: عاصم منير: افغان طالبان دي د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو انتخاب کړي
چوهدري وويل: «دا موضوع موږ له پاره د شدېدې اندېښنې وړ ده. یوازې کابل وسله والو ته پناه نه ورکوي، بلکې د افغان حکومت ځينې عناصر هغو افرادو ته امکانات برابروي چې د پاکستان حکومت پر ضد د ترور او ناوړه محتویات خپروي.» هغه زیاته کړه اسلام آباد په کراتو له کابل غوښتي چې وسله والو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو له پاره وکاروي.
چوهدري وويل: «موږ نه غواړو چې ټولنیزې رسنۍ بندې کړو، خو که چېرته موږ همکاري ونه لرو بیا به موږ اړ شو چې هغه څه وکړو چې موږ یې نه غواړو.»
دغه پاکستاني چارواکي وویل له اکس شبکې سره ېې همکاري محدوده ده خو نورې شبکې لکه وټس اپ، یوټيوب، تلیګرام او فېسبوک له پاکستان سره د هغو اکاونټونو په پېژندلو کې مرستې پیل کړې چې افراطی محتویات خپروي.
د پاکستان مرستیال داخله وزیر د ټولنیزو شبکو له شرکتونو وغوښتل چې په پاکستان کې د لاښې همغږۍ دفترونه جوړ او پر هغوی ېې غږ وکړ چې د هغو اکاونټونو په پېژندلو او حذفولو کې چې د وسله والو ډلو د ناوړه ویناو له پاره کار کوي، له مصنوعي زیرکتیا استفاده وکړي.
نور ولولۍ: د پاکستان پولیس وايي یوه پلار خپله لور د ټیک ټاک پر سر وژلې
په داسې حال کې چې پاکستان تر اوسه د اکس شبکې پر وړاندې قانوني اقدامات نه دي کړې، د قانون مرستیال وزیر عاقل ملک چې هغه هم په دغه خبري کنفرانس کې و، وړاندیز وکړ چې ممکن د برازیل په څېر اقدامات ترسره کړي. په برازیل کې سترې محکمې د دې له پاره پر اکس شبکه جریمه ولګوله چې د غلطو معلوماتو خپرونکو حسابونو په راجستر کې پاتې راغلی و.
پاکستان په وروستیو کلونو کې یوټيوب، ټیک ټاک او اکس شبکې د نفرت خپروونکو، حکومت ضد او نورو ناوړه محتویاتو د خپرولو په دلیل د لنډ وخت له پاره بندې کړي دي. له پاکستان وخت ناوخت داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د کورنیو د رضایت خلاف فعالیتونو په دلیل د تاوتریخوالو پېښې رامنځ ته شوي چې په کې قتلونه هم شامل دي. د روان کال په سر کې د پاکستان په کويټه کې یوه پلار د ټيک ټاک په سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې وه.