1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کریملین: پوتین له نتنیاهو او پزشکیان سره خبرې کړي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۲۶, جمعه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران خونړیو اعتراضونو ته په کتو چې په سیمه کې د یو پوځي تقابل اندېښنې رپارولي، د جمعې په ورځ د ایران او اسرائیل له رهبرانو سره پر ټيلفون خبرې وکړي. کریلمین ويلي منځګړیتوب ته چمتو دی.

https://p.dw.com/p/56xOW
Bildkombo | Benjamin Netanjahu und Wladimir Putin
انځور: picture-alliance/Alexander Zemlianichenko/POOL/AFP

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو، په سیمه کې د پوځي تقابل اندېښنې راولاړې کړي دي. کریملین وویل چې ولسمشر پوتین د ایران او اسرائیل له رهبرانو سره په خبرو کې د وضعیت د ارامولو له پاره د منځګړيتوب وړاندیز وکړ.

خپلواک څارونکي اټکل کوي چې د ایران امنيتي ځواکونو تر اوسه په زرونو اعتراض کوونکي وژلي چې له کبله ېې د امریکا د نژدې متحد اسرائیل له لوري پر ایران د پوځي اقدام اندېښنې راپارېدلې دي.

د ایران او اسرائیل تر منځ په تېر جون کې هم یوه لنډمهاله جګړه وشوه. اسرائیل هغه وخت په خپلو بې مخينه بریدونو کې د ایران پوځي او اټومي تاسیسات په نخښه کړل. امریکا متحده ایالاتو هم د ایران ضد بریدونو کې برخه واخیسته چې پکې ېې د ایران درې مهمې اټومي ساحې په نخښه کړې.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د جنوري ۱۶) وویل چې ولسمشر پوتین د اسرائیل له صدراعظم بنیامين نتانیاهو او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د دغو دواړو رقیبو هېوادونو ترمنځ د تشنج آرامه کولو په موخه خبرې وکړې.

د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل: «په سیمه کې وضعیت په لوړه درجه کړکېچن دی او ولسمشر د تشنج د کمولو په موخه خپلې هڅې جاري ساتلي دي.»

مسکو د ایران نژدې متحد دی. مسکو همدرانګه له اسرائیل سره هم د ښو اړيکو ساتلو هڅې درلودلي، خو دغه اړېکې وروسته له هغې بې خونده شوې چې مسکو په غزه کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راوروسته د اسرائیل پر شوو پوځي اقداماتو نیوکې وکړې.

آرشیف د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۱۲۲مه - د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لور) له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره د ترکمنستان په عشق آباد کې
د کریلمین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل چې مسکو به ډېر ژر د ایران له ولسمشر سره د پوتین د ټيلفوني مکالمې نتایج اعلان کړيانځور: Kristina Kormilitsyna/Sputnik/AP Photo/picture alliance

مسکو ویلي چې کریملین د جمعې ورځې په ټيلفوني اړیکه کې نتنیاهو ته ډاډ ورکړ چې «چمتو دی خپل منځګړیتوب ته ادامه ورکړي.»

خو کرېملین مشخصه نه کړه چې د وضعیت د ښه کېدو له پاره په سملاسي توګه څه اقدامات کیږي او نه ېې هم د ایران د اعتراضونو په هکله څه وویل.

خو پېسکوف وویل چې مسکو به ډېر ژر «د ایران له ولسمشر سره د خپلو ټيلفوني مکالمو نتایج» اعلان کړي.

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ وویل چې تمه لري ایران ډېر ژر د هغه په ټکو د «استبداد له شره» آزاد شي. تهران بیا په پر له پسې توګه اسرائیل او متحده ایالات د ایران کې د ناآرامیو پر لمسون تورن کړي چې په وینا ېې هڅه کوي په دې کار سره د ایران حکومت او یووالی تضعیف کړي.

د سعودي عربستان یوه لوړ رتبه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سعودي عربستان، قطر او عمان په مشرۍ ګډې هڅې روانې دي تر څو ترمپ پر ایران د حملې نه کولو ته قانع کړي.

مسکو د ایران او اسرائیل د جون میاشتې جګړې پر مهال هم د منځګړېتوب وړاندیز کړی و.