سویس د نفوس د شمیر په هکله انتخابات کوي
۱۴۰۵ خرداد ۲۴, یکشنبه
د سویس د خلکو ګوند (اس وي پي) چې ښي اړخی او د دغه هېواد تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی غواړي د مهاجرو شمیر محدود او د سویس نفوس تر ۲۰۵۰ پورې ۱۰ میلیونه وي.
د پلان له مخې نن یکشنبه د جون ۱۴مه د ا نتخاباتو په شرایطو برابر افراد د نفوس حد ټاکلو په انتخاباتو کې ګډون او خپلې رایې به وکاروي.
که د ۱۰ میلیونه نفوس نوښت بریالي شي څه پېښيږي؟
په حاضر وخت کې د سویس نفوس ۹/۱ میلیونه دی. که چېرته په ننۍ ټاکنو کې د نفوس لس میلیونه حد موضوع ګټونکې او نهایت کې دغه نوښت تصویب شي، په هغه صورت کې به، ۹نیم میلیونو ته د نفوس تر رسېدو وروسته په سویس کې د پناه ورکونې او کورني الحاق حقوق محدود شي. د سویس نفوس به په احتمال سره په ۲۰۳۰ کې ۹نیم میلیونو ته ورسیږي.
که چېرته دغه اقدامات ناکافي وي، په هغه صورت کې سویس باید له اروپايي اتحادیې سره د آزاد تګ راتګ تړون پای ته ورسوي کوم چې له مخې ېې د سویس اتباع کولی شي له هېواده بهر د ژوند او کار متقابل حق ولري، که څه هم دغه هېواد د اروپايي اتحادیې غړی هم نه دی.
تر دې مخکې په ترسره شوو نظر پوښتنو کې اکثریت ګډونوالو د لس میليوني نفوس له طرحې ملاتړ ښودلی دی، خو تر څنګ یې د وروستيو اوونيو نظرپوښتنو یو لړ بدلونونو ته هم اشاره کړې چې د یو شديد رقابت د موجودیت ښکارندويي کوي.
کيدای شي د ټاکنو پایلې نظرسنجۍ ته نژدې وي، خو په سویس کې اکثره وخت د نظرسنجیو او د اصلي پایلو تر منځ توپیر موجود وي.