د بدني جزاګانو دوام؛ طالبانو په کابل کې ۱۱ کسان په درو وهلي
۱۴۰۴ دی ۱, دوشنبه
د طالبانو محکمې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د ۱۱ کسانو د بدني مجازات کولو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې په حواله دغه کسان د کابل ولایت د نشه یي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پریکړې له مخې د نشه یي تابلیوتونو، الکولي مشروباتو او چرس خرڅلاو او قاچاق په تور مجازات شوي دي.
محکمې ویلي دي چې دغه کسان هر یو یې له ۱۰ تر ۳۰ پورې درو وهل شوي او له اوو میاشتو تر درو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوی دي.
د نیوکو له پامه غورځول او د مجازاتو دوام
طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته له رسیدو راهیسې د خپل رهبر په امر د تورنو کسانو بدني مجازات اجرا کوي او د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو له خوا په پرله پسې ډول له غندل کیدو سربیره هم د دا ډول سزاګانو د عملي کولو لړۍ په شدت سره دوام لري.
د طالبانو ادارې په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې څو کسان د مرګ په سزا محکوم او د خلکو په عام محضر کې «قصاص» کړي او سلګونو نور یې په درو وهلي دي.
طالبانو د شنبې په ورځ هم د څلورو ښځو په ګډون ۹ کسان په بامیان او کاپيسا ولایتونو کې په درو وهلي ول.
تیره اونۍ هم د طالبانو محکمې په کابل کې ۱۸ کسان د نشه یي تابلیتونو، الکولي مشروباتو او مخدره موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور د خلکو په عام محضر کې په درو ووهل.
د حقوقي چارو کارپوهان نیوکه کوي چې د طالبانو په اداره کې محاکمې په عادلانه توګه نه ترسره کیږي او تورن کسان مدافع وکیل او حقوقي ملاتړ ته لاس رسی نه لري.