جنوب ختيځه اسيا: سېلابونو ښارونه لاندي کړي دي
د بې سابقې موسمي بارانونو وروسته د تايلند جنوب اوبو لاندی کړی دی. په لسونو زره خلک په دغه هيواد او ګاونډیو هيوادونو کي بې ځايه سوي او تر ۳۰ زيات مړه سوي دي.

هري خوا ته اوبه
چترۍ ډېره مرسته نه کوي: تر څو ورځو بارابانونو وروسته د تايلند جنوب اوبو لاندی کړی دی. د ځايي چارواکو په وينا د چهارشنبې په ورځ د مړو شمېر ۳۰ کسانو ته ورسېد. د تايلند چارواکو د سې شنبې په ورځ لا په زونګهالا ولايت کي بېړنی حالت اعلان کړی وو.
سيمه اوبو لاندي کړې
پر يوه هوايي پله په لسونو موټر ولاړ دي. د پله دواړو خواوو ته کوڅې او کورونه ژيړو اوبو لاندي کړي دي. د تايلند د بحران ادارې د معلوماتو له مخي، سېلابونه د دغه هيواد لسو جنوبي ولايتونو ته خپاره سوي چي په ميليونونو کسان پکښې اوسيږي. دوی ويلي دي چي ۶۹۰۰۰۰ کسان سيلابونو اغېزمن کړي او شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان له خپلو کورونو څخه خوندي ځايونو ته انتقال سوي دي.
په اوبو کي کلابند پاته کسان
د ژغورني کارکوونکي د تايلند په يوه ښار کي په يوه سياحتي سيمه کي بند پاته کسانو ته په کوچنيو کښتيو کي خواړه رسوي.
په خېمه کي
د جنوبي اسيا نور هيوادونه هم اغېزمن سوي دي، په ځانګړې توکه ماليزيا. سختو بارانونو د ماليزيا په اتو ايالتونو کي سېلابونه رامنځته کړي دي. د چارواکو په وينا نږدې ۳۰۰۰۰ کسانو د دغي مېرمني په شان په لنډمهاله سرپناهو کي پناه اخيتسې ده. هلته په راتلونکو ورځو کي د نورو بارانونو وړاندوينه هم سوې ده.
د موټرو يو تم ځای
د تايلند د هوا پيژندني ادارې ويلي دي چي د دې ناورين سبب د هوا دوه سيستمونه دي چي يو يې استوايي توپان کوټو چي د فيليپين او اندونيزيا ترمنځ د سولو بحر په اوږدو کي رامينځته سوي او بل په ملاکا تنګي کي استوايي توپان دي. دواړه سيستمونه د پياوړو بادونو او بارانونو لامل سوي دي.
له سېلابه تېښته
په کښتۍ سره د ژغورني عمليات: د اندونيزيا د سوماترا ټاپو په زرونو اوسېدونکي د سختو بارانونو له کبله بې کوره سوي دي. د چاراکو په وينا ۸ کسان مړه سوي او په لسونو نور ټپان سوي دي. جنوبي تاپانولي ولسوالي سخته اغېزمنه سوې ده. هلته پلونه سخت اغېزمن سوي او سړکونه بند سوي دي.
بې ساري بارانونه
په تايلند کي يو سړی خپل سپی له سېلابه ژغورلی. په تايلند کي په منظم ډول موسمي بارانونه له جون څخه تر سپتمبر مياشتي پوري وي.
په خټو کي بند پاته
د تايلند ګرځندوی اداره ويره لري چي دغه مشهوره سيمه به زيانمنه او سيلانيتوب ته به تاوان ورسوي. نږدې ۸۰۰۰ سيلانيان چي ډېری يې د ماليزيا، سينګاپور او اندونيزيا دي په هوټلونو او هوايي ډګر کي بند پاته دي.