1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي ترمپ ته د تایوان په هکله خبرداری ورکړ

۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د چين ولسمشر شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بيجينګ کې د سوداګرۍ، تايوان او ايران جګړې په اړه مهمې خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/5Dkkq
شي د ټرمپ سره د لاس ورکولو پر وخت
د چين ولسمشر شي جينپينګ د خپل مېلمه ولسمشر ډونالډ ټرمپ سرهانځور: Kenny Holston/Pool The New York Times/AP Photo/dpa/picture alliance

د چين ولسمشر شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د می ۱۴مه) په بيجينګ کې مهمې غونډې پيل کړې. د امريکا او چين ترمنځ د دې سرمشريزې اصلي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ثبات بلل شوی دی. سپينې ماڼۍ او د چين دولتي رسنيو ويلي چې د پنجشنبې د سهار غونډه شاوخوا دوه ساعته روانه وه.

ټرمپ به د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته له چين څخه ووځي، خو تر دې وړاندې به له شي جين پينګ سره يوه وروستۍ شخصي غونډه هم ولري. تمه نه کېږي چې د ايران جګړې، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او تايوان په څېر لانجمنو موضوعاتو کې ستر پرمختګ وشي.

ټرمپ غواړي خبرې تر ډېره پر سوداګرۍ او هغو تړونونو متمرکزې وي چې له مخې يې چين د امريکا کرنيز محصولات او مسافر وړونکې الوتکې ډېرې واخلي. همدارنګه پلان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره يوه ګډه اداره يا بورډ جوړ شي، څو د تېر کال په څېر د تعرفو جګړه بيا تکرار نه شي.

د تايوان په اړه د شي خبرداری

شي جين پينګ په تړلو دروازو تر شا غونډه کې ټرمپ ته وويل، که د تايوان موضوع په سمه توګه اداره شي، نو د امريکا او چين اړيکې به «په عمومي ډول باثباته پاتې شي.» خو که دا موضوع ناسمه اداره شي، نو دواړه هېوادونه د «شخړو او حتی جګړو» له خطر سره مخ کېدای شي، چې دا به ټولې اړيکې له جدي خطر سره مخ کړي.

دا خبره د چين رسمي خبري اژانس شينهوا په خپل راپور  کې اقتباس کړې ده. ټرمپ د دسمبر په مياشت کې تايوان ته د ۱۱ ميليارده ډالرو وسلو يوه بسته منظوره کړې وه. تايوان يوه خپلواکه اداره لرونکی ټاپو دی، خو چين يې خپله خاوره بولي. امريکا تر اوسه دغه وسلې نه دي سپارلې.

ډونالډ ټرمپ او شي جينپينګ د آسمان معبد په نوم ځای مخې ته
دواړو مشرانو له «آسمان معبد» څخه هم ليدنه وکړهانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/dpa/picture alliance

شي: د امريکايي سوداګرۍ لپاره دروازې نورې هم پرانيستل کېږي

شي جين پينګ هغو امريکايي سوداګرو ته چې له ټرمپ سره چين ته تللي وو، وويل چې د امريکايي سوداګرۍ لپاره د چين دروازې به لا نورې هم پرانيستل شي. ټرمپ هم وويل چې هغه سوداګر چې ورسره راغلي، چين ته درناوی لري او د چين سره د لا ډېرو همکاریو ملاتړ کوي.

د ايران جګړه هم د خبرو يوه مهمه موضوع ګڼل کېږي. ټرمپ تر غونډې مخکې هيله څرګنده کړې وه چې چين به له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي څو ايران د امريکا غوښتنې ومني او يا د هرمز تنګی بېرته پرانيزي. خو تر غونډې مخکې ټرمپ د دې غوښتنو شدت کم کړی و.

شي جين پينګ وويل د چين او امريکا اقتصادي اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي. هغه وويل: «پرون زموږ اقتصادي او سوداګريزو ټيمونو متوازنې او مثبتې پايلې ترلاسه کړې. دا د دواړو هېوادونو د خلکو او د نړۍ لپاره ښه خبر دی.»

هغه زياته کړه چې د سوداګريزو جګړو ګټونکي نه وي او دواړه هېوادونه بايد د همکارۍ فضا وساتي. شي وويل: «هلته چې اختلافات او شخړې وي، مساوي خبرې اترې يوازينی سم انتخاب دی.»

ټرمپ وروسته د «آسمان معبد» په نوم ځای  ته ولاړ، چې د پنځلسمې پېړۍ يو مشهور تاريخي ځای دی. تمه کېده چې هغه به وروسته خپل هوټل ته ستون شي او بيا به د خلکو ستر تالار ته د هغه په وياړ دولتي مېلمستيا کې ګډون وکړي.

د اسيا بازارونه ګډ حالت لري

د اسيا بازارونو د پنجشنبې په ورځ ګډ حالت درلود، ځکه پانګه‌وال د شي او ټرمپ د غونډې پايلو ته انتظار باسي. د شانګهای مرکزي شاخص يو سلنه راټيټ شو، خو د هانګ کانګ بازار لږ لوړ شو. د جاپان او جنوبي کوريا بازارونه بيا پورته تللي وو.

پانګه‌وال د ايران جګړې، د امريکا او چين سوداګريزو اړيکو  او د سويا، الوتکو او کمپيوټري چيپونو په برخه کې د ممکنه تړونونو پرمختګ څاري. کله چې خبريالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې ايا د تايوان موضوع يې له شي سره ياده کړې که نه، هغه يوازې وويل: «غونډه ډېره ښه وه.» خو د تايوان په اړه نورو پوښتنو ته يې ځواب ورنه کړ.

شي جين پينګ وويل امريکا او چين بايد «شريکان وي، نه سيالان.» هغه زياته کړه: «ما تل باور درلود چې د چين او امريکا ګډې ګټې تر اختلافاتو ډېرې دي. همکاري دواړو ته ګټه رسوي، خو تقابل دواړو ته زيان رسوي.»

هغه وويل غواړي روان ۲۰۲۶ کال د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره يو «تاريخي کال» وي. شي جين پينګ د امريکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کليزې په مناسبت ټرمپ او امريکايي خلکو ته مبارکي ورکړه. هغه وويل: «زه په کلکه باور لرم چې د چين او امريکا ګډې ګټې زموږ تر اختلافاتو ډېرې دي.»

شي د يونان د لرغوني تاريخ ليکونکي توکيديدس نوم ياد کړ او ويې ويل چې نړۍ پوښتنه کوي ايا چين او امريکا کولی شي د «توکيديدس له دام» څخه ځان وژغوري او د سترو قدرتونو لپاره نوې اړيکې جوړې کړي که نه. دا اصطلاح هغه وخت کارول کېږي چې يو نوی راټوکېدونکی ځواک د پخواني ځواک ځای ونيسي او د جګړې خطر رامنځته شي.

د امريکا د متحده ايالاتو او د چين د مشرانو مخامخ خبرې
د ولسمشر ټرمپ سره د امريکايي تجارانو يو پلاوی هم په دې سفر کې ملګری دیانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

ټرمپ: «تاسو يو ستر مشر ياست»

ټرمپ د غونډې په پيل کې شي ته وويل: «تاسو يو ستر مشر ياست. ځينې خلک نه غواړي زه دا خبره وکړم، خو زه يې بيا هم کوم، ځکه دا رښتيا ده.» هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانيو شخړو يادونه ډېره ونه کړه.

د غونډې د پيل پر مهال د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او دواړه مشران د پوځي احترام کتنه وکړه. دوی د هغو ماشومانو مخې ته هم ودرېدل چې ګلان يې رپول.

امريکايي سناتور مارک وارنر خبرداری ورکړ چې ټرمپ بايد د شي سره د شخصي اړيکو پر بنسټ مهمې پرېکړې ونه کړي. هغه وويل: «موږ نه شو کولی د لنډمهاله سياسي بريا لپاره د امريکا اوږدمهاله ځواک قرباني کړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو،  چې له ټرمپ سره بيجينګ ته تللی، وويل امريکا غواړي چين د ايران په موضوع کې «فعال رول» ولوبوي. هغه وويل اقتصادي بحران د نړۍ اقتصاد اغېزمنوي او خلک به لږ چينايي توکي واخلي. روبیو وويل: «دا د چين په ګټه ده چې دا ستونزه حل شي.»

اروپایې اتحادیه د چین پر الیکټرونیکي موټرو ګمرکي تعرفه لوړوي

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.