1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ترمپ: ایران په میناب کې پر ښوونځي د برید مسئول دی

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۱۷, یکشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې په ایران کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید کې د متحده ایالاتو لاس درلودل رد کړ. ترمپ وویل چې ده له نظره او هغه څه یې چې لیدلي دي، دا کار د ایران په وسیله ترسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/5A0I6
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمهوري ریاست په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي
دونالد ترمپ په ایران کې د نجونو پر یوه ښوونځي د برید پړه پر ایران ور اچولې دهانځور: Nathan Howard/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې (د مارچ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ په کویت کې د ایران د برید په ترڅ کې د وژل شوو شپږ تنه امریکایي عسکرو د رسمي انتقالولو په مراسمو کې له ګډون کولو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې، بې له دې چې شواهد یا جزویاتو ته اشاره وکړي وویل: «مونږ فکر کوو چې دا کار د ایران له خوا ترسره شوی دی. لکه چې پوهیږئ دوی د خپلو مهماتو څخه د استفادې په برخه کې ډیر دقیق نه دي. دوی اصلاً هیڅ دقیق نه دي. دا کار د ایران په وسیله شوی دی.» نوموړي دغه څرګندونې د جمهوري ریاست په ځانګړي الوتکه کې کړې دي.

کله چې یوه خبریال پوښتنه وکړه چې ایا د ترمپ ارزونه دقیقه ده، که څنګه؟ د امریکا د دفاع[جنګ] وزیر پیټ هګست ځواب ورکړ چې پنټاګون د پیښې د ارزونې په حال کې دی. هګست زیاته کړه: «یوازنې اړخ چې ملکي خلک په نښه کوي، ایران دی.»

د ایران دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په میناب ښار کې د «شجره طیبه» په نوم د نجونو پر ښوونځي برید کې چې د جګړې په لومړۍ ورځ ترسره شوی، د زده کوونکو، ښوونکو او والدینو په ګډون ۱۶۵ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي. دویچه ویله په خپلواکه توګه نه شي کولی دغه ارقام تایید یا رد کړي.

د وژل شوو کسانو د ښخولو مراسم د سه شنبې په ورځ په میناب ښار کې ترسره شول. ایراني چارواکي د دې برید پړه پر امریکا او اسرائیل اچوي او تر اوسه پورې یې خبریالانو ته د پيښې ځای ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

نړیوالې رسنۍ هم نه دي توانیدلي چې د پیښې ځای ته لاس رسی پيدا کړي او په خپلواکه توګه د خپرو شوو رپوټونو حقیقت مونده وکړي.

مخکې تر دې رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی و چې تر اوسه پورې ترسره شوي څیړنې ښيې چې کیدای شي دغه برید د امریکايي پوځ له خوا ترسره شوی وي. خو زیاته کړې یې وه چې په دې اړه څیړنې لا بشپړې شوې نه دي او وروستۍ پایلې ته نه دي رسیدلي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې آنا کلي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه تحقیقات جریان لري. مخکې تر دې امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو ربیو هم ویلي و چې متحده ایالات «په قصدي ډول یو ښوونځی نه په نښه کوي.»

 

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2