1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د جګړې د پای له پاره ایران سره هوکړې ته تیار نه یم

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ اسفند ۲۴, یکشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي چې هغه د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه کومې هوکړې ته چمتو نه دی. اسرائیل نن یکشنبه پر ایران نوي بریدونه کړي او ایران بیا د نتنیاهو د وژلو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/5AQLU
آرشیف - د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ  په واشنګټن ډي سي کې - نيټه د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۵مه
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي چې هغه د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه کومې هوکړې ته چمتو نه دیانځور: Samuel Corum/Sipa USA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له «ان بي سي نیوز» شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه د اوس له پاره تیار نه دی ایران سره د جګړې د پای په موخه کومه هوکړه وکړي.

دونالد ترمپ وویل که څه هم ایران علاقه لري چې د مذاکرې مېز ته کینې خو واشنګټن به د ښو شرایطو د رامنځ ته کولو له پاره مبارزې ته ادامه ورکوي چې کېدای شي په کې د ایران د نفتو په تر ټولو ستر مرکز خارک ټاپو باندې بیا بمي حملې هم شاملې وي «یوازې د ساعتیرۍ له پاره.»

نور ولولئ: حماس له ایران وغوښتل چې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه ونه کړي

ترمپ وویل: «ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه ېې نه غواړم، ځکه چې شرایط لا تر اوسه په کافي اندازه ښه نه دي.»

هغه په دغه مرکه کې خبرداری ورکړ چې امريکايي ځواکونه به د هرمز تنګې په شمال کې د ایران پر سواحلو بریدونو ته زور ورکړي تر څو د نفتو کښتیو انتقالاتو ته لار هواره شي.

د ایران نوي روحاني رهبر آیت الله مجتبی خامنه ای بیا په یوې لیکلې اعلامیه کې ژمنه کړې چې د هورمز تنګی به تړلی وي. خو ترمپ دغه موضوع رد کړه او وې ویل چې ایران حتی پر سیمه کنټرول نه لري. ترمپ د ایران د نوی رهبر په هکله وویل: «زه نه پوهېږم، هغه دې حتی لا ژوندی وي. تر اوسه پورې هېڅ څوک نه دي توانېدلي چې هغه وښيي.»

نور ولولئ:  ترمپ وايي روسیه له ایران سره «څه نا څه» مرسته کوي

که څه هم د ایران نوی رهبر مجتبی خامنه ای تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې د «نوي رهبر په هکله هېڅ کوم ستونزمن څه نشته دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل