1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستاني چارواکي: د ټي ټي پي په برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۲۲, شنبه

پاکستاني چارواکي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د لږ تر لږه ۱۲ عسکرو د وژل کیدو خبر ورکوي. ویل کیږي چې دغه سرتیري د پاکستاني طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/50Qed
له افغانستان سره په سرحد کې دوه امنیتي سرتیري د پیری په حالت کې لیدل کیږي
اسلام آباد په افغانستان کې د طالبانو اداره د ټي ټي پي جنګیالیو ته د پناه په ورکولو تورنوي انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان سیمه ایز او امنیتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه هیواد لږ تر لږه ۱۲ عسکر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په کمین کې وژل شوي دي. دغه برید له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې شوی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پيښې ډیرې شوي او ډیری بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې کیږي.

د پاکستان یوه سیمه ایز چارواکي ویلي دي چې یو پوځي کاروان د سهار په شاوخوا ۴ بجو د سویلي وزیرستان په سیمه کې له یوه ښار څخه د تیریدو په حال کې و چې وسله والو کسانو پرې له دواړو خواو څخه د درنو وسلو برید وکړ، ۱۲ امنیتي ځواکونه یې ووژل او څلور تنه نور یې ټپیان کړل.

په سیمه کې یوه امنیتي افسر د وژل شوو کسانو شمیر تایید کړ او ویې ویل چې برید کوونکو د کاروان موټر له ځان سره د غنیمت په توګه وړي دي.

تحریک طالبان پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پيغام په خپرولو سره د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

اسلام آباد په افغانستان کې د طالبانو اداره د ټي ټي پي جنګیالیو ته د پناه په ورکولو تورنوي چې دغه جنګیالي د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د خپلو بریدونو له پاره استفاده کوي.

خو په کابل کې طالب چارواکو دغه تورونه رد کړي دي او ویلې یې دي چې په پاکستان کې ناامني له افغانستان سره هیڅ ارتباط نه لري.

د پاکستاني طالبانو د فعالیت زیاتیدل

له څو اونیو را په دیخوا د خیبرپښتونخوا د مختلفو سیمو اوسیدونکي رپوټ ورکوي چې د تحریک طالبان پاکستان په نوم دیوالي نقاشۍ پر ودانیو رسامي شوي دي.

دوی وایي ویره لري چې سیمه یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان تر کنترول لاندې پرې نه وځي، لکه د «ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا متحده ایالتو د جګړې» په اوج کې چې له افغانستان څخه یې ټولې سیمې ته سرایت کړی و.

یوه لوړپوړي سیمه ایز پاکستاني چارواکي په دې وروستیو کې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان د جګیالیو شمیر او بریدونه زیات شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د شمیرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۴۶۰ کسان چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي ول د وسله والو ډلو په بریدونو کې چې د پاکستان له حکومت سره جنګیږي، هم په خیبر پښتونخوا او هم په بلوچستان کې وژل شوي دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي څیړنو او مطالعانو مرکز د رپوټ پر بنسټ تیر کال ۱۶۰۰ کسان د بریدونو په پایله کې وژل شوي چې نږدې نیمایي یې سرتیري او پولیس افسران ول. ۲۰۲۴کال په تیره یوه لسیزه کې د پاکستان له پاره یو تر ټولو خونړی کال و.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب