1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ښځينه روغتياپالو او ښوونکو د کمښت اندیښنه

۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

که طالبان د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم لګول شوي محدودیتونه لرې نه کړي، د دې خطر شته چې افغانستان تر ۲۰۳۰م کال پورې له ۲۵زرو ډېرې ښځينه ښوونکې او روغتیاپالې له لاسه ورکړي. دغه خبرداری د یونیسف نوي رپوټ کې ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/5Cvdp
د کابل په یوه ښوونځي کې یوه ښوونکې د تعليمي کال په لومړۍ ورځ کوچنیو شاګردانو ته تدریس کوي
یونیسف وايي که طالبان پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم لګول شوي محدودیتونه لرې نکړي افغانستان به ۲۵زره ښوونکې او روغتیاپالې له لاسه ورکړيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

پر افغانستان حاکمو طالبانو افغان ښځې له اکثرو عامه کارونو او دندو منع کړي او نجونو ته یوازې تر ۱۲ کلنۍ یا شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته د تلو اجازه ورکوي.

د یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په نوی رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د اپریل ۲۷مه) خپور شوی، راغلي چې د طالبانو دغو محدودیتونو، لږ تر لږه یو میلیون افغان نجونې اغېزمنې یا له زدکړو محرومې کړي دي. رپوټ زیاتوي که د طالبانو اداره دغې تګلارې ته همداسې ادامه ورکړي نو دغه شمېر به تر ۲۰۳۰م کال پورې دوه برابره شي.

آیا د افغانستان روغتیایي سیستم د متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی؟

د یونسیف ادارې دغه رپوټ په افغانستان کې «د نجونو د تعلیم ارزښت او د ښځو د کاري ځواک مشارکت» په نوم دی. په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د روغتیا او زدهکړې په برخو کې په مسلکي زده کړو د سمبالو ښځو شمېر په ډېره چټکۍ د کمېدو په حال کې دی.

رپوټ زیاتوي چې افغانستان به تر ۲۰۳۰م کال پورې تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۴۵۰۰ ښځینه روغتیاپالې له لاسه ورکړي. رپوټ اټکل کوي چې دا په ۲۰۲۱ کې د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د بشري ځواک نژدې ۲۵ سلنه برخه تشکیلوي.

د یونیسف اجرايوي مشرې کترين راسيل ويلي: «افغانستان نه شي کولی راتلونکې کې ښوونکې، نرسانې، ډاکټرانې، قابلې او ټولنیزې کارکوونکې چې ضروري خدمات وړاندې کوي، چمتو کړي. دا به یو واقعیت وي کې چېرته نجونې همدا شان له تعلیم څخه منع وي.»

رپوټ وايي، دا په داسې حال کې ده چې د ښځینه ناروغانو د پالنې له پاره، د امکان تر حده ښځینه روغتیا پالو او ښځینه زده کونکو ته هم ښځینه ښوونکې لرونکو جلا ښوونځيو ته ترجيح ورکول کيږي.

د یونیسف اجرايوي مشرې کترين راسيل
مېرمن راسیل وايي که افغانستان به راتلونکې کې ښوونکې، نرسانې، ډاکټرانې، قابلې او ټولنیزې کارکوونکې ونلري که نجونې همدا شان له تعلیمه منع وي انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

اقتصادي زیان

د یونیسف په رپوټ کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار باندې د لګول شوو محدودیتونو اقتصادي اغېزو ته هم اشاره شوې ده.

رپوټ کې راغلي چې د وړ ښځو په شمېر کې مخ په ډېرېدونکي توګه کموالی به د افغانستان له پار په کال کې د لږ تر لږه ۵ اعشاریه ۳ میلیارډه افغانيو اقتصادي زیان ولري چې دا د داخلي ناخالص عوایدو نژدې صفر اعشاریه ۵ سلنه برخه جوړوي.

یونسف د افغانستان له دي فکتو واکمنو یا د طالبانو له ادارې غوښتي چې باید د ښځو او نجونو له پاره د مسلکي زدکړو محفوظ شرایط برابر او د کار په بازار کې ورته د فعالیت اجازه ورکړي.

ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟