1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي پلاوی په برلین کې د اوکراین مذاکراتو ته خوشبینه دی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه

امریکایي او اوکرایني پلاوو په برلین کې د پنځه ساعته ناستې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې. د ترمپ ځانګړي استازي مذاکرات مثبت بللي دي. اروپايي مشران، د ناټو او اروپايي اتحادیي چارواکي به هم په برلین کې سره وویني.

https://p.dw.com/p/55NNG
الماني پولیس د المان د صدارت ماڼۍ د یوه سړک د امنیت ساتلو په حال کې لیدل کیږي
په اوکراین کې دوامدارې سولې ته د لاس رسي له پاره هڅې په داسې یوه وخت کې روانې دي چې د مسکو او کیف دریځونه له یوه بل څخه ډیر واټن لري.انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د المان په پلازمېنه برلین کې د اوکراین په اړه د مذاکراتو د لومړۍ ورځې له پای ته رسیدو وروسته، امریکايي پلاوي دغه ناسته مثبته ارزولې ده.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ستیو ویتکوف، په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې د نوموړي، د دونالد ترمپ د سلاکار او زوم جرد کوشنر، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د امریکا او اوکراین د پلاوو په موجودیت کې لیدنه کتنه ترسره شوه، چې تر پنځو ساعتونو یې ډیر دوام وکړ.

د ویتکوف په وینا استازو د دونالد ترمپ د سولې ۲۰ مادیي طرحې، اقتصادي اجنډا او نورو موضوعاتو په اړه ژورې او تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې په دې لیدنه کتنه کې ډیر پرمختګونه ترلاسه شوي دي او د امریکا او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۱۵ نیټه) هم خبرو اترو ته دوام ورکوي.

د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ، په ایکس کې لیکلي دي «موږ په اوکراین کې د پایداره سولې غوښتونکي یو. ستونزمنې پوښتنې په مخ کې لرو، خو مخ پر ړواندې حرکت کولو ته ژمن یوو.»

ټاکل شوې ده چې د المان صدراعظم فریدریش مېرڅ به د دوشنبې په ورځ له زیلنسکي سره د اوکراین د سولې مذاکراتو د وضعیت په اړه خبرې وکړي. د دې ورځې له غرمې وروسته به د ډېرو اروپايي هیوادونو، اروپايي اتحادیې او ناټو چارواکي د خبرو اترو له بهیر سره یوځای شي.

ستونزمن موضوعات

د ترمپ په طرحه کې یوه تر ټولو حساسه او شخړیزه موضوع د روسیې د بیا ځلي احتمالي برید د مخنیوي په خاطر اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکول دي او دا چې اوکراین باید روسیې ته د خپلې خاورې له یوې برخې څخه تیر شي.

د کارپوهانو په وینا دا چې زیلنسکي به له امریکایي پلاوي سره په خبرو اترو کې څومره پر ځان متکي را څرګندیږي، د اروپایي متحدینو د ملاتړ کچې پورې اړه پیدا کوي.

د دې موضوع یوه برخه په دې پوښتنې پورې اړه پيدا کوي چې ایا کیف کولی شي د روسیې هغو میلیاردونو یورو شتمنۍ ترلاسه کولو ته هیله مند اوسي، چې په اروپايي اتحادیه کې کنګل دي؟ اروپایي اتحادیه لیواله ده چې دغه پيسې اوکراین ته وسپاري، خو واشنګټن یې مخالفت کوي.

د متحده ایالاتو په باور دغه شتمنۍ نباید یوازې اوکراین پورې تعلق پيدا کړي، بلکې امریکا او روسیه هم ترې ګټه واخیستلی شي.

په اوکراین کې دوامدارې سولې ته د لاس رسي له پاره هڅې په داسې یوه وخت کې روانې دي چې د مسکو او کیف دریځونه له یوه بل څخه ډیر واټن لري.

په داسې حال کې چې اوکراین په ځنو مواردو کې مصالحې ته تیاری ښودلی دی، د روسیې له خوا د شاتګ کولو هیڅ نښه نه لیدل کیږي. زیلنسکي اعلان کړی دی چې حاضر دی هیواد یې په ناټو کې د شاملیدو له غوښتنې څخه صرف نظر وکړي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په لوهانسک او دونتسک ولایتونو کې له یو شمیر سیمو څخه چې روسیه نه ده توانیدلې هغه ونیسي، د اوکرایني ځواکونو د پرشاتګ کولو په اړه د روسیې غوښتنه د نه منلو وړ بللې ده.

زیلنسکي وویل چې د اوسنۍ لومړۍ کرښې په امتداد کې به اوربند عادلانه وي، خو د روسیې غوښتنه غیر منصفانه ده. د دې برعکس بیا روسیه پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف، د دغه هیواد دولتي تلویزون ته په یوه مرکه کې ویلي چې د برلین له خبرو اترو څخه «په سختۍ سره د یوې ښې پایلې تمه کیدلی شي.»

د نوموړي په وینا د ترمپ د سولې په طرحه کې د اروپایانو او اوکراین مشارکت «کیدای شي دومره رغوونکې نه وي.» اوشاکوف په ورته وخت کې د واشنګټن پر ستاینې ټینګار وکړ چې امریکایي لوری د روسیې دریځ درک کوي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل