۵۰ زرو کسانو د کرونا د واکسین له امله ۱۰۰ ډالر ترلاسه کړي
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعه
د نیویارک په ستر ښار کي چي ۸،۵ میلیونه انسانان پکښي ژوند کي، شاوخوا ۷۳ سلنه کسان واکسین سوي دي. په یوه نوي اقدام سره چي په تیره میاشت کي د دولت له خوا پیشنهاد سو، یعني د کرونا د واکسین په بدل کي د۱۰۰ ډالرو ورکول، شاوخوا ۵۰ زرو نورو کسانو هم د واکسین لګولو مرکزونو ته مراجعه وکړه. د نیویارک ښاروال، بیل دیبلاسیو له دغه ډول اقدام څخه د یوه ستر بري په توګه یادونه وکړه.
د امریکا ولسمشر جوبایدن په ټول هیواد کي له ایالتونو، ښارونو او ښاروالیو څخه غوښتي چي خلکو ته د واکسین د لګولو په بدل کي بیلابیلي تشویقي تحفې ورکړي.
نوموړي د امریکا له مالیې وزارت څخه هم غوښتي ول چي د واکسیناسیون د ډیریدو له پاره دي نوي انګیزې راپیدا کړي. بایدن ویلي چي: «که زموږ تشویقي تدابیر ددغه ویروس له ماتولو سره مرسته وکړي نو باید له هغو څخه ګټه واخیستل سي.«
د کرونا د واکسین لګولو له پاره د خلکو د تشویقولو دغه طرحه د هغي ۳۵۰ میلیارډه ډالري بستې یوه برخه ده چي لا تر اوسه پر لاره نه ده اچول سوې. خو ډیری ایالتونه او ښاروالیاني د واکسیناسیون د پراخیدو له پاره په تشویقي برنامو اخته دي.
حکومت د واکسیناسیون د زیاتیدو له پاره د تشویق بیلابیلي لاري وړاندي کړي، په هغو کي د قرضو د پاڼو ورکول او یا هم بیلابیل سوغاتونه شامل دي.
په امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کي د کرونا واکسین ته د خلکو د تشویق له پاره په داسي حال کي هلي ځلي رواني دي چي بې وزله هیوادونه په پراخه پیمانه له دغه واکسین څخه محروم دي او په ایران کي څه د پاسه ۱۰۰ زره کورنۍ د واکسین د نشتوالي له امله په اصطلاح د حکومت له خوا د مرګ په سزا محکوم دي. په دغه هیواد کي د کرونا د تلفاتو اصلي شمیرې تر هغه ډیري لوړي دي لکه چي اټکل یی کیږي.
GP/BS/DW.Farsi