1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان؛ د ملکي خوندیتوب په موخه د میلیاردونو یورو پانګونه

محمد عارف فرهمند ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیر پلان لري، چې په راتلونکي کې د ملکي دفاع په برخه کې ډېره پانګونه وکړي. د دغې بودجې ډېره برخه د ملکي ساتنې او ناورینونو پر وړاندې مبارزې ځواکونو په تجهیز او روزنه لګول کېږي.

https://p.dw.com/p/5DvGC

د جرمني حکومت غواړي چې د قوماندې نوي جوړښت رامنځته کولو او د خلکو د ساتنې او د بیړنیو حالاتو سره د مقابلې له پاره د خبرتیا سیسټم ښه کولو په برخه کې ميلیاردونه یورو پانګونه وکړي.

په برلین کې حکومتي سرچینو ویلي دي، چې د دغو اقداماتو یوه «کڅوړه» به روانه اونۍ د فدرالي کابینې له لوري تصویب شي. د روسیې ګواښونو ته په پام، د دغو اقداماتو موخه د المان د مقاومت لوړول او د هېواد اردو پیاوړي کول دي.

د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت له بیلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «موږ اوس مهال د خلکو او ملکي دفاع په تقویه بوخت یو.»

د محافظه کار مسيحي سوسیال ګوند یا سي ایس یو دې سیاستوال زیاته کړې، چې دا اقدامات د هایبرډ ګواښونو پر وړاندې د کلک دریځ او د رضاکاره ځواکونو د دوامداره ملاتړ په ترڅ کې ترسره کېږي.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

«د لا زیات امنیت او انعطاف له پاره»

د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د دغه پروګرام اصلي تمرکز د المان د تخنیکي مرستو بنسټ پر ګډون د ملکي خوندیتوب ځواکونو ښه تجهیز او روزنه او د بېړنیو پېښو مدیریت دی.

د ملکي او پوځي دفاع د ښې همغږۍ له پاره، د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ملکي دفاع قوماندې په نوم یو نوی مرکزي دفتر جوړیږي، چې د پلان جوړونې او همغږۍ مسؤلیت به ولري. ډوبرینډټ وویل: «موږ د امنیت او انعطاف له پاره نظامي او ملکي دفاع سره نښلوو.»

د دغه پروګرام په ترڅ کې به تر ۲۰۲۹م کاله پورې د تجهیزاتو په برخه کې شاوخوا ۱۰ میلیارده یورو پانګونه وشي. په دې برخه کې د نورو تر څنګ د زر عرادې ځانګړیو نقلیه وسیلو پېرل هم شامل دي.

دغه راز، د ۱۱۰ زره صحرايي تختونو پېرل لا دمخه پیل شوي دي. سربېره پر دې، د تخنیکي مرستو بنسټ او د ملکي خوندیتوب څانګې، د بشري سرچینو او تخنیکي تجهیزاتو چمتو کولو له پاره د نورو درې میلیارده یورو وړاندوينه شوې ده.

دغه راز، د پيښو سره د مبارزې په برخه کي د هيواد په پنځوسو نقطو کي د يوه طبي غبرګون ځواک پراخول هم په پلان کې دي.

په پلان کې ده، د روزنې په برخه کې د عملیاتي ځواکونو له پاره د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژيکي او اټومي موادو د احتمالي بریدونو پر وړاندې د مبارزې په ګډون په ټول هیواد کې یو شان معیارونه رامینځته شي.

په ښوونځیو کې زده کړه

ډوبرینت، همدارنګه پلان لري چې په ښوونځیو کې د ملکي خوندیتوب زده کړې یو موډل معرفي کړي. سربیره پردې، د خلکو د ښه خبراوي په موخه، د ځمکې لاندې پناه ځایونو، خوندي امنیتي ځمکتليو او میټرو ستېشنونو په ګډون ټول عامه خوندي ځایونه وپېژندل او ثبت شي.

دا مالومات به د حکومت د خبرتیاو له ډیجیټل سیستمونو او مالوماتي اپلېکېشن «نینا» (NINA) له سیستم سره ادغام شي. په دې توګه به په هر ځای کې تر ټولو نیږدې پناه ځای ته لنډه او چټکه لاره وښودل شي.

په آلمان کې د عسکرۍ خدمت؛ جبري که داوطلبانه؟