«ترمپ ليوال دی د هرمز تنګي پرانيستلو پرته جګړه ختمه کړي»
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۱, سهشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۱, سهشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- د ایران د پارلمان امنیتي کمیسیون یوه لایحه تصویب کړې چي له مخې به یې هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي له لارې تیریږي، مالیه ورکړي.
- د راپورونو له مخي ترمپ ليوال دی د هرمز تنګي له پرانيستلو پرته جګړه ختمه کړي
- ايران په هرمز تنګي کي له کښتيو د حق العبور اخيستلو طرحه تصويب کړه
ایټالیا د سیسيل په هوايي اډه کې د امریکا پوځي الوتکو ته د ناستې اجازه ور نه کړه
ایټالیا پر ایران د جګړې له پاره څو امریکایي الوتکو ته د سیسيل ټاپو په یوه اډه کي د کښیناستو اجازه ورنه کړه.
د کوریره ديلا سرا ورځپاڼي د معلوماتو له مخي، د ایټالیا د دفاع وزیر ګوئدو کروستو څو ورځي وړاندې د امریکا پوځ ته اجازه ورنه کړه چي د منځني ختیځ پر لاره د لنډمهاله تمځای په توګه د سیګونلا پوځي هوايي ډګر وکاروي. دا خبره په روم کي د دفاع وزارت سرچینو هم تائید کړه.
د دې راپور له مخي، ایټالیا یوازې هغه وخت د امریکا د پوځ د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړل کله چې الوتکې یې په اسمان کي وې. تر دې مخکي هیچا د اجازې غوښتنه نه وه کړې، او ایټالیا د ناټو د غړي په توګه، خبر نه وه. دا هم روښانه نه وه چي دا کوم ډول الوتني وې.
سیګونلا هوايي ډګر د سیسيل په ختیځ کې کاتانیا ته نږدې موقعیت لري. هلته هم د ایټالیا هوايي ځواک او هم د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه اډې لري. دا تاسیسات د ناټو لخوا هم کارول کیږي.
د ايران په توغنديز بريد کي تل ابیب ته نږدې اته کسان ټپیان سوي دي
پر تل ابیب د ایران تر راکټي برید وروسته، د اسرائيل بیړنیو خدماتو د اتو ټپیانو راپور ورکړی دی.
د میګن ډیویډ اډوم خدماتو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د تل ابیب ته نږدې په بنی براک ښار کي چي په عمده توګه پکښې ارتودوکس يهوديان ژوند کوي، د شپږو ټپیانو درملنه سوې ده.
د اسرائيل داخلي دفاعي ځواکونو هم د هیواد په مرکز کي د زیانونو راپورونه ورکړي دي.
د اسرائيل پولیسو د ایران د توغندیو د بریدونو په اړه د خبرداریو له خپرولو وروسته د توغندیو د ټوټو رالوېدو د خطر په اړه خبرداری ورکړی.
د دوشنبې په شپه په بیت المقدس کي لږ تر لږه د لسو چاودنو ږغونه واورېدل سول، خو د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل سوی.
د اسرائيل پوځ ویلي دي چې د دوی د هوايي دفاع سیستم هغه توغندي شنډ کړي دي چي پر هېواد یې توغول سوي ول. د ایران دولتي شبکې ایریب، هم راپور ورکړی دی چي هېواد یې پر اسرائيل توغندي توغولي دي.
ايران په هرمز تنګي کي له کښتيو د حق العبور اخيستلو طرحه تصويب کړه
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چي تهران په هرمز تنګي کي له کښتیو د حق العبور اخيستلو طرحه تصويب کړه.
د ایران پارلمان د امنیتي کمېسیون یوه غړي ویلي دي چي دغه کمیسیون د هرمز تنګي له حیاتي لاري څخه د تیریدونکو کښتیو د تنظیم او حق العبور اخيستلو طرحه تصويب کړې ده.
د ایران دولتي تلویزیون د کمیسیون د غړي له قوله ویلي دي چي په دې طرحه کي «مالي ترتیبات او په ریال د فیسونو راټولولو له پاره یو سیستم»، «د ایران د حاکميت رول اجرا کول» او همدارنګه د تنګي په بل اړخ کي له عمان سره همکاري شامله ده.
د دې کمېسیون غړي دا هم ویلي دي چي د امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل کښتیو ته به اجازه ورنکړل سي چي له دې اوبو څخه تیري سي.
د فبروري مياشتي پر ۲۸مه له ایران سره د امریکا او اسرائيل د جګړې له پیل راهیسي، د هرمز تنګي له لاري د نږدې ټولو کښتیو تګ راتګ بند سوی دی.
د اوبو دغه لار فارس خلیج له عمان خلیج او عربي سمندر سره نښلوي، او د ایران له خوا د دغي حياتي لاري بنديل چي د نړۍ د تیلو او ګازو د جریان له پاره ډېره مهمه ده، پر نړیوال اقتصاد باندې لوی فشار راوړی دی.
راپورونه ښيي چي ترمپ لېوال دی د هرمز تنګي له خلاصولو پرته جګړه پای ته ورسوي
وال سټریټ ژورنال د دوشنبې په ورځ د چارواکو په حواله راپور ورکړ چي د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خپلو مشاورينو ته ویلي دي چي هغه پر ایران د پوځي عملیاتو پای ته رسولو ته لیوال دی حتی که د هرمز تنګی تړلی هم پاته سي، او د هغه د بیا پرانیستلو له پاره پیچلي عملیات بل وخت ته وځنډوي.
وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې ترمپ او د هغه مشاورين دې پایلي ته رسېدلي دي چي د حیاتي اوبو لاره ـ چي اوس يو خنډ دی، د بیا پرانیستلو ماموریت به يې د هغه د څلورو څخه تر شپږو اونیو مهال ویش څخه هاخوا شخړه وغځوي.
په راپور کي ویل سوي دي چي د امریکا ولسمشر پریکړه کړې ده چي د هرمز تنګي د خلاصولو له پاره پر تهران باندي د ډیپلوماتیک فشار اچولو دمخه د ایران د توغندیو او سمندري ځواکونو پر په نخښه کولو تمرکز وکړي.
د نړۍ د خامو تېلو او ګازو نږدې پنځمه برخه له دې تنګي څخه تېرېږي.
د وال سټریټ ژورنال له راپور وروسته د سې شنبې په ورځ د تیلو بيي راکښته او ونډي لوړي سوې.
د تېلو دواړه لوی نړیوال قراردادونه - ویست تیکساس انټرمیدیټ او برینټ - راکښته سول خو بيا هم یو بیرل تر ۱۰۰ ډالره پورته وو.
د دوشنبې په ورځ، ترمپ دا ګواښ هم وکړ چي که د سولي موافقه ونه سي، نو د ايران د نفتو د صاراتو اصلي مرکز خارک ټاپو به ویجاړ کړي.
هغه وویل چې امریکایي ځواکونه به «د برېښنا د توليد ټولي فابریکې، د تیلو څاګاني او خارک ټاپو» ویجاړ کړي.
کارپوهانو ویلي دي چي د ملکي زیربناوو ویجاړول کیدای سي جنګي جرم وي.