ایران کې پراخ اعتراضونه؛ هغه څه چې باید پرې وپوهیږئ
۱۴۰۴ دی ۲۰, شنبه
د ایران حکومت یو ځل بیا له پراخو ولسي اعتراضونو سره مخ شوی دی. دا په وروستیو کلونو کې یو له سترو او پراخو اعتراضونو دي چې نورو سیمو ته د غځېدو په حال کې دی.
د اوسنیو اعتراضونو دلیل څه دی؟
په ابتدا کې دغه اعتراضونه په ایران کې د اقتصادی بحران له امله پیل شول، خو اوس د حکومت له پاره پر ېوې اندېښنې اوښتي دي.
د ایران د پولي واحد، ریال، بیه د دسمبر میاشتې په وروستیو کې ناڅاپه راولوېده او د ۲۴ ساعتونو په جریان کې یې خپل څه باندې شپږ سلنه ارزښت له لاسه ورکړ. ایراني سوداګر اقتصادي ستونزو او مالي زیانونو په غوصه کړل او واټونو ته په راوتو ېې اعتراضونه پیل کړل.
اوس دغه اعتراضونه د ایران نورو برخو ته هم غځېدلي او له اقتصادي بحران ورهاخوا نور موضوعات هم په کې ورګډ شوي دي. اعتراض کونکي د مخکنيو کلونو د خوځښتونو په څېر په ښکاره د ایران د اسلامي جمهوریت د «استبدادي» حکومت د پای غوښتونکي دي.
د ایران د خلکو نارضايتي له کلونو راپدېخوا د مختلفو عواملو له وجې، له هغې جملې اقتصادي ستونزې، اقلیمي بحران، سیاسي سرکوب او نړېوالې انزوا له امله مخ پر زیاتېدو ده. د پنجشنبې ورځې اعتراضونه له هغو اعتراضونو ډېر پراخ ول چې ایران ېې په تېرو څو کلونو کې شاهد پاته شوی دی.
په ایران کې تصمیم څوک نیسي؟
ایران چې د مساحت له پلوه د آلمان څلور برابره لوی دی، نژدې ۹۰ میلیونه نفوس لري. یو «استبدادي» حکومت له پنځو لسیزو راپدېخوا پر دغه هېواد حاکمیت چلوي. د ایران رسمي دين اسلام او مذهب یې شیعه دی. د دغه هېواد قدرت د مذهبي رهبر، سید علي خامنه ای، په لاس کې دی او هغه د هېواد په ټولو مسائیلو کې وروستۍ خبره کوي. یو شمېر ایرانیانو په مخکنیو اعتراضونو کې هم د هغه پر اقتدار اعتراض درلود.
په ایران کې د څو وار اعتراضونو باوجود، رهبري ېې شاتک ته تیاره نه ده. سید علی خامنه ای د جمعې په ورځ وویل چې اسلامي جمهوري به «ورانکارو» ته تسلیم نشي.
سپاه پاسدارن د قدرت یوه بله ستنه ده چې د ایران نخبه پوځي ځواک ګڼل کيږي. سپاه د ایران د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب وروسته د احتمالي کودتا د مخنيوي په موخه تشکیل شو. دغه ځواک نن ورځ د یو عادي وسله وال پوځ په پرتله ډېر قدرت لري. دوی په وروستیو لسیزو کې نه یوازې د وسلو د سمبالښت له لحاظه ډېر مجهز شوي دي، بلکې خپل اقتصادي او ټولنیز نفوذ یې هم پراخ کړی دی. د بېلګې په توګه په ځینو زنجیره ېې هوټلونو او هوايي شرکتونو کې ېې پانګونې کړي دي.
په اعتراضونو کې د امریکا او اسرائیل رول څه دی؟
د ایران حکومتي چارواکي د واک ساتلو له پاره له ټولو ممکنه هڅو استفاده کوي. په دغو هڅو کې یوه هم له نړېوالو فشارونو سره مقابله ده چې اسرائيل او امریکا هم په کې راځي. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، دونالد ترمپ، په کراتو ګواښ کړی چې د اعتراض کونکو د سرکوبولو په صورت کې به مداخله وکړي.
اسرائیل هم د ایران له رهبرۍ د خطر احساس کوي چې د دغه احساس یوه برخه د ایران له جنجالي اټومي پروګرام سره تړاو لري. اسرائيل د ۲۰۲۵م کال په جون میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د ایران پر ضد یو ۱۲ورځنی جنګ په لاره واچاوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ويلي دي چې اسرائیل او امریکا په ایران کې اعتراضونو ته لمن وهي او له «شورش کونکو» ملاتړ کوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند لبنان ته د خپل سفر پر مهال د عراقچي د څرګندونو په هکله وویل: «دغه بیان د هغو لویو ننګونو د انحراف له پاره کیږي چې د ایران رژیم ورسره په داخل کې مخامخ دی، د یوې خیالي هڅې ښکارندوي کوي.»
اسرائیل هم ويلي چې د ايران اعتراضونه له نژدې څاري، خو له اعتراض کونکو ملاتړ او په اعتراضونو کې مداخله ېې رد کړې ده.
د ایران اقتصادي وضعیت متزلزله دی. دغه هېواد د سترو نفتي زېرمو د درلودلو باوجود، په بحران کې واقع دی او د وضعیت د ښه کېدو له پاره ېې کوم څرک نه ليدل کيږي.
پر ایران لګول شوي نړېوال تحریمونه سبب شوي چې دغه هېواد تر ډېره پر چین او روسیه متکي وي، څرنګه ېې چې د نژدې ۹۰ سلنې نفتو صادرات په غیرمستقیمه توګه چین ته کيږي.
ولې په ایران کې انترنیت قطع کیږي؟
د ایران امنيتي څانګې اوس مهال انترنيتي خدمات په بشپړه توګه بند کړي دي چې څارونکي باور کوي ایران ورڅخه دوه اصلي موخې لري. دغه هېواد د انترنیت په پرې کولو سره، له ېوې خوا د اعتراضونو تنظیمول سختوي او له بلې خوا د اعتراضونو د انځورونو او رپوټونو د خپرېدا مخنیوي کوي.
د ایران د ۲۰۲۲م کال د مني اعتراضونو په جریان کې هم انترنيتي خدمات تر ډېره بریده محدود کړل شوي ول او له اسرائیل سره د جګړې پر مهال هم لاسرسی ورته په موقتي توګه ناممکن وو.
د سترو اعتراضونو په جریان کې د انترنيټ بشپړ بندول، په ایرانیانو کې د حکومت له خوا د اعتراض کونکو د ټکولو اندېښنې راپارولي دي. دغه موضوع په ۲۰۱۹ کې پېښه شوې وه. د اټکلونو له مخې، هغه مهال یوه اوونۍ د انترنېټ په نشتون کې د بشر حقونو فعالان او په سلونو اعتراض کونکي ووژل شول.
د ایران له ولایتونو څخه بهر ته د پېښو رپوټونه، د دغه هېواد د لویوالي په دلیل، په ځنډ رسیږي. په بهر کې د بشري حقونو فعالان د دغو اعتراضونو په مستند کولو کې له خپلو ځايي سرچينو استفاده کوي.
اپوزیسیون څه رول لري؟
د وروستیو کلونو په جریان کې هېڅ ډله د اعتراض کونکو له خوا د حکومت د یوې معتبرې سیاسي مخالفې ډلې په توګه پېژندل شوې نه ده. د اعتراض کونکو په آند، د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون نورې اصلاح طلبه څېرې هم د حاکم نظام برخه دي او هغوی د بدلون راوستلو توان نه لري.
له همدې کبله د ایران د اکثریت اوسېدونکو سترګې بهرني ملاتړ ته دي. په دغو اعترضونو کې د «ژوندی دې وي شاه» په څېر شعارونه هم اورېدل کيږي چې اشاره ېې رضا پهلوي ته ده. رضا پهلوي په ۱۹۷۹ کې د ایران د پرځول شوي پاچا زوی دی چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي. هغه د پنجشنبې او جمعې ورځو د اعتراضونو غوښتنه کړې وه چې ډېرو خلکو ومنله.
د ایران حکومت مخالفين د اوږدې مودې له پاره په بهر کې تیت او پرک شوي ګڼل کيږي. ایراني منتقد، صادق زیبا کلام، لیکلي چې د رضا پهلوي اوسنۍ بریا د هغه د رهبرۍ له ځانګړتیاو سره لږ تړاو لري او دغه بریا تر ډېره د ایراني حاکمانو له بې کفایتۍ، خراب مدیريت او ضعيفې رهبرۍ سره تړاو لري.
له آرشیف څخه: