بنت: په تهران کې دي د ۲ پخوانیو افغان پوځیانو ترور وڅېړل سي
۱۴۰۴ دی ۹, سهشنبه
په تهران کې د اکرام الدین سریع او محمد امین الماس په نوم دوو پخوانیو افغان پوځیانو له وژل کیدو وروسته، د ملگرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانگړي استازي، ریچارډ بنت د دغې پیښې په اړه د مستقلو څېړنو غوښتنه وکړه.
په تهران کې د افغانستان د دوو پخوانیو پوځیانو له وژل کیدو وروسته، د ملگرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانگړي استازي ریچارډ بنت، د ایکس پر ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې په ایران کې د تخار ولایت د پولیسو د پخواني قوماندان اکرم الدین سریع او د افغانستان د یوه بل پخواني پوځي محمدامین الماس د ترور کیدو له امله «سخت اندیښمن» دی.
هغه ټینگار وکړ چې دغه ترورونه باید په خپلواکه توگه وڅېړل سي او عاملین یې وپیژندل او محکمې ته وسپارل سي.
اکرامالدین سریع او محمدامین الماس د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر پر ۲۴ مه د تهران د ولي عصر په میدان کې تر فیرونو لاندې راغلل او ووژل سول.
د ایران چارواکو اعلان کړی دی چې د دغې قضیې څېړنه لا ادامه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی، د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د دغو پخوانیو پوځیانو د ترور په هکله پلټنې روانې دي، خو نور جزیات یې نه ورکړل.
مخکې له دې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، هم له ایراني چارواکو غوښتي و چې دغه قضیه "په جدي او شفاف ډول" وڅېړي. نوموړي په ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایران په دننه کې د دا ډول پیښو تکرار، اندیښنې زیاتې کړې دي.
په عین حال کې د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه بیا دغه ډول وژنې هدفندانه او د هغوی مسؤل طالبان بولي، خو تر اوسه پورې په دې هکله کوم مستقل سند نه دی خپور سوی او طالبانو هم دغه ډول تورونو ته کوم رسمي غبرگون نه دی ښوولی.