ترمپ اروپا د سل سلنې تعرفي پر لګولو وګواښله
۱۴۰۵ تیر ۶, شنبه
د دغو طرحو الګو اتریش دی؛ هغه ځای چې د ګوګل، اپل او میتا په څېر ستر پلاټفارمونه د مالیاتو ورکړې ته اړ اېستل شوي دي. خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اروپايي هېوادونه ګواښلي که چېرته د ډیجيټل مالیاتو دغه طرحه تصویب شي، په هغه صورت کې به د امریکا له سل فیصدي تعرفې سره مخ شي. ترمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» لیکلي چې دغه تعرفې به د لاسلیک شوو تعرفو پر توافق بدلې شي.
د ترمپ په خبره، دغه تعرفې به پرتله له دې چې مخکنۍ هوکړې اجرا او یا حتی لاسلیک شوي هم وي، عملي شي.
ورته نور ولولئ: سرچينه: هندوستان له امریکا سره د سوداګرۍ مذاکرات وځنډول
ترمپ زیاته کړې چې نوې تعرفي به پر ټولو هغو مالونو ولګول شي چې امریکا ته صادريږي. هغه خپل ګواښ پر دغه دلیل توجیه کړی چې یو شمېر هېوادونه د ډیجيټلي مالیاتو د تصویب په لټه کې دي چې غواړي امریکايي شرکتونه هدف وګرځوي، خو په مشخصه توګه ېې د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی.
د بروکسل غبرګون
د اروپا کمیسیون په اروپا کې د ډیجيټلي مالیاتو د احتمالي وضع کولو پر موضوع، د ترمپ ګواښ «غیرموجه» بللی. د دغه کمیسیون ویاند وویل: «که دا ډول اقدام کیږي، اروپايي اتحادیه به له خپلو حقونو او خپلواکې قانون جوړونې څخه د دفاع له پاره چټک او په قاطعیت غبرګون وښيي.»
په بروکسل کې مستقر دغه اروپايي بنسټ ټينګار وکړ چې د ډیجیټل هر ډول احتمالي مالیات به اصلا له تبعیض پرته وي او دا به د مبدا هېواد موضوع په نظر کې نیولو پرته پر ټولو لویو شرکتونو وضع کیږي. اروپايي اتحادیې په عین وخت کې اعلان کړی چې د یوې رغوونکې نړېوالې حل لارې ته د رسېدلو له پاره همکارۍ ته چمتو ده.
ورته نور ولولئ: چین سره د سوداګریز تړون عملي کولو په هکله کاناډا ته د ترمپ ګواښ
په ډيجيټل مالیاتو کې به د ګوګل، اپل او میتا په څېر لوی شرکتونه هدف وګرځول شي. د دغې طرحې جوړنکی اتریش دی؛ چېرته چې له ۲۰۲۰ کال راپدېخوا ستر آنلاین پلاټفورمونه موظف دي چې د خپلو تبلیغاتو پنځه سلنه عاید تحویل کړي.
آلمان
په آلمان کې هم د تېرو کلونو په ترڅ کې پر لویو شرکتونو د ډيجيټل مالیاتو د وضع کولو موضوع مطرح شوې ده.
په آلماني سیاستوالو کې یو هم د رسنیو په برخه کې مرستیال وزیر ولفرام وایمر دی. وایمر له مودو راهیسې له دغې موضوع دفاع کوي تر څو د ګوګل په څېر شرکتونه د خپلو عوایدو یوه برخه د آلمان له رسنیز نظام څخه د ملاتړ له پاره بېله کړي.
ورته نور ولولئ: آلمان د ترمپ د تعرفو د ګواښونو په اړه د «متحد» غبرګون هوډ څرګند کړی
وایمر چې ګوندي تړاو نه لري، له رسنیو څخه د ملاتړ له پاره د مالیاتو پر یو ځانګړي ډول ټنګار کوي، خو د آلمان په ائتلافي حکومت کې چې د مسيحي دموکراټ او سوسیال دموکراټ ګوندونو څخه جوړی دی، په دې هکله متفاوتې نظریې موجودې دي. سوسیال دموکراټانو مخکې د ډیجيټل مالیاتو له ورکړې دفاع کړې وه.
ماکرون: له خپل دریځ نه په شا کیږم
فرانسه له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د تکنالوژۍ پر لویو شرکتونو د درې سلنې معادل ډیجيټلي مالیات وضع کړي دي. د فرانسې ولسشمر امانویل ماکرون ټینګار کوي چې له خپل دغه دریځه نه په شا کيږي. ماکرون تېره اوونۍ د جي۷ په غونډه کې ټینګار کړی وو چې هېواد ېې د ترمپ د فشارونو پر وړاندې نه تسلیمیږي او دغه مالیات به حفظ وي.
د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د تعرفو موضوع د هغه د اقتصادي سیاست له مهمو ستنو څخه ګڼل کيږي، خو په دې برخه کې د هغه تهاجمي سیاستونه له محدودیتونو سره هم مخ شوي دي.