ترمپ: له ایران سره به جگړه ډیره ژر پای ته ورسوو
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه
په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو دوو چارواکو اکسیوس ته ویلي دي چې ترمپ، د دوشنبې په ماښام خپل د ملي امنیت له لوړپوړي ټیم سره د ایران په هکله یوه غونډه جوړه کړه چې پکښې د پوځي انتخابونو په هکله معلومات شامل وو.
د نوموړي رپوټ له مخې، دغه غونډه پس له هغه جوړه سوه، کله چې ترمپ اعلان وکړ چې پر ایران باندي یې د سه شنبې د ورځې پلان سوي بریدونه بند کړي دي.
ترمپ همدارنگه د ایران د جگړې په اړه په خپلو تر ټولو تازه څرگندونو کې ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت، یوه ډیپلوماټیک پرمختگ ته د رسیدو له پاره یوازې څو ورځې وخت لري.
اړونده موضوع: ترمپ: د ایران په اړه به له دې زیات صبر ونکړم
هغه د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې مسلې د حل له پاره ضرب الاجل «دوې یا درې ورځې، شاید جمعه یا شنبه، یا د راتلونکې اونۍ په پیل کي» وي.
د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو او سیمه ایزو سرچینو په حواله، له بریدونو څخه د ډډه کولو له پاره د ترمپ پریکړه تر یو ځایه د ايران له خوا د هغوی د تیلو پر تاسیساتو او زیربناوو باندې د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه د خلیج د څو مشرانو له خوا مطرح سوو اندیښنو له امله وه.
د اکسیوس د رپوټ له مخې له ترمپ سره په غونډه کې حاضر کسان، د هغه مرستیال، جی دی وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ استازي سټیف ویټیکر، د دفاع وزیر پیټ هګسټ، د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کاین، د سي آی اې رئيس جان راټکلیف او نور لوړ پوړي چارواکي وو.
یوې سیمه ایزې سرچینې هم اکسیوس ته ویلي دي چې منځگړي هڅه کوي چې ایران قانع کړي چې یو ډیر انعطاف منونکی دریځ وړاندې کړي چې د متحده ایالاتو اټومي غوښتنې په بر کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې ترمپ د سه شنبې په ورځ ویلي: «امکان لري مجبور سو ایران ته یوه بله لاسخته ضربه ورکړو. لاهم ډاډمن نه یم. ډیر ژر به پوه سئ.»
دغي رسنۍ مخکې له دې رپوټ ورکړی وو چې ترمپ په فبروري مياشت کې د جگړې له پیل څخه بیا تراوسه «لږترلږه شپږ ځله اعلان سوي ضرب الاجلونه تمدید کړي او پر ایران باندي بریدونه یې ځنډولي دي.»