1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه

ترمپ وايي امریکا »خپلو اهدافو ته« د رسېدو په حال کي ده

نجيب الله زيارمل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ اعلان وکړ چي د ایران په جګړه کي د امریکا «اصلي ستراتیژیک اهداف» بشپړیدو ته نږدې دي. هغه پر ​​نورو هیوادونو هم غږ وکړ چي «زړورتیا» وښيي او د هرمز تنګي ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/5BZ1w
دونالد ترمپ د ایران د جګړې په اړه په یوه ټلویزیوني وینا کي
دونالد ترمپ ملت ته په خپله وینا کي له ایران سره د جګړې په اړه د خپلي پریکړي دفاع وکړهانځور: Alex Brandon/AFP
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • ولسمشر دونالد ترمپ وايي چي د ایران په جګړه کي د امریکا اصلي اهداف «بشپړېدو ته نږدې دي»

  • ترمپ دا هم وویل چي امریکا به په راتلونکو دوو تر دریو اونیو پوري پر ایران «ډېر سخت» بریدونه وکړي

  • ترمپ یو ځل بیا پر هغو هيوادونو غږ وکړ چي پر هرمز تنګي باندي تکیه کوي، ترڅو د کښتيو دغه مهمه لاره خلاصه وساتي

د آلمان د هرمز تنګي په اړه د بريتانيا په مشرۍ خبرو اترو کي ګډون کوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

آلمان د هرمز تنګي په اړه د بريتانيا په مشرۍ خبرو اترو کي ګډون کوي

له هغه وروسته چي امريکا اعلان وکړ چي نور هيوادونه بايد دغه مسله حل کړي آلمان د هرمز تنګي د امنیت په اړه د بريتانیا په مشرۍ خبرو اترو کي ګډون کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یوت کوپر، وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ د شاوخوا ۳۵ هیوادونو په ګډون د یوې مجازي غونډي مشري وکړي.

آلمان له خپلو شريکانو فرانسې، ایټالیا، کاناډا او متحدو عربي اماراتو سره یوځای کیږي، ترڅو د دې حياتي لاري (هرمز) له لارې د کښتيو د تګ راتګ د آزادۍ د بیرته راګرځولو له پاره لاري چاري ولټوي. تمه نه کیږي چې متحده ایالات به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا خبري اتري له هغه وروسته کېږي چي دونالد ترمپ وویل چي دا تنګی «په طبیعي توګه» پرانستل کیدای سي او هغه هیوادونه چي پرې تکیه کوي باید د خلاص ساتلو مسئولیت يې پر غاړه واخلي.

آلمان دغي لاري ته د انرژۍ د یوه مهم نړیوال دهلیز په توګه قوي دلچسپي لري، او په دې لاره کي خنډونه د اکمالاتو ثبات او نرخونو ته خطرونه پېښوي.

https://p.dw.com/p/5Bb1d
د کرملین: مسکو منځګړیتوب ته چمتو دی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

کرملین: مسکو منځګړیتوب ته چمتو دی

پوتين په کرملين کي د مصر د بهرنيو چارو د وزير خبرو ته غوږ دی
ولاديمير پوتین د پنجشنبې په ورځ په کرملین کي د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتلانځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف، خبریالانو ته وویل چي کریملین د سیمي له مشرانو سره په تماس کي دی او د اړتيا په صورت کي چمتو دی چي د منځګړي په توګه عمل وکړي.

پیسکوف وویل: «ولسمشر به دې اړیکو ته دوام ورکړي، او که په يو ډول زموږ خدماتو ته اړتیا وي، البته موږ چمتو یوو چي له پوځي وضعیته و سوله ایزې لاري ته د چټک لیږد په یقیني کولو کي خپل رول ولوبوو.»

د هغه دا څرګندوني له هغه وروست خپريږي چي پوتین د مصر د بهرنیو چارو د وزیر بدر عبدالفتاح الثاني، کوربه و، ترڅو د دې شخړي او همدارنګه د منځني ختیځ پر مسلو بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/5BaXa
د چین: د هرمز تنګي د بندېدو لامل «غیرقانوني پوځي عملیات» دي له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

چین: د هرمز تنګي د بندېدو لامل «غیرقانوني پوځي عملیات» دي

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي د هرمز تنګي د تړلو او په پایله کې يې د تیلو د بیو د لوړېدو لامل په ایران کې «غیرقانوني پوځي عملیات» دي.

بیجینګ د ترمپ تر هغو ګواښونو وروسته چي پر ايران به بريدونه دوام ولري، د دښمنیو د «سمدستي» پای ته رسولو غوښتنه کړې، او ویې ویل: «اړخونه باید د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي له پاره په ګډه کار وکړي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت، پر نړيوال اقتصاد او د انرژۍ پر امنيت باندي د دې موضوع اغېز ته په اشارې سره وويل چي يو ډيپلوماتيک حل بايد وړاندي سي.

https://p.dw.com/p/5BZpM
د د ترمپ له وینا وروسته ایران د «ويجاړونکي بریدونو» ژمنه وکړه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

د ترمپ له وینا وروسته ایران د «ويجاړونکي بریدونو» ژمنه وکړه

ایران له هغه وروسته چي د امريکا ولسمشر ګواښ وکړ چي ايران به بيرته د «ډبري دورې» ته بوځي، اعلان وکړ چي د امریکا او اسرائيل پر وړاندې به «ویجاړونکي» بریدونه وکړي.

د ایران دولتي ټلویزیون د خاتم الانبيا د عملیاتي قرارګاه له قوله ویلي، «د لوی خدای په توکل به دا جګړه تر هغه وخته، ترڅو تاسو ذلیل، شرمنده، د ټول وخت له پاره توبه نه وي ايستلې او تسليم سوي نه ياست، دوام ولري.»

د خاتم الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري، د ترمپ د هغه اعلان په ځواب کي چي په څو اونیو کي به ايران ته سخته ضربه ورکړي، وویل چي د ایران د پوځي وړتیاوو په اړه د امریکا او اسرائيل ارزوني «نیمګړي» دي.

ترمپ وویل چې ایران «اساساً ویجاړ سوی دی» او متحده ایالات د خپلو پوځي اهدافو ترلاسه کولو پر لاره دي.

په عین حال کي، اسرائیل د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي ايران پر توغندي توغولي دي. متحدو عربي اماراتو ويلي دي چي د دوی هوايي دفاع بیا توغندیو او بې پيلوټه الوتکو ته غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/5BZd5
د ترمپ وايي د ایران جګړه «پای ته نږدې ده» له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

ترمپ وايي د ایران جګړه «پای ته نږدې ده»

په تهران کي يو سړی د یوي ودانۍ په کنډوالو کي چي په بريدونو کي ويجاړه سوې ده
په تهران کي پر یوه استوګنيزه سیمه برید سویانځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

دونالد ترمپ خپله ادعا تکرار کړه چي امریکا په ایران کي د جګړې پای ته رسېدو ته نږدې ده، او زیاته یې کړه چي په دې جګړه کي د واشنګټن «اصلي ستراتیژیک اهداف» ترلاسه کېدو ته نږدې دي.

ترمپ وویل: «زه خوښ یم چي ووایم چي دا اصلي ستراتیژیک اهداف د تکميلېدو په حال کي دي.»

هغه زیاته کړه چي متحده ایالات به په راتلونکو دوو تر دریو اونیو پوري په ايران کي هدفونه په نخښه کولو ته دوام ورکړي. ترمپ وویل: «موږ به دا کار تمام کړو او ډېر ژر به يې تمام کړو. موږ ډېر ور نږدې سوي يوو.»

هغه ورپسې د دفاع وزیر پیټ هیکسټ هغه ادعا تکرار کړه چي د ایران په جګړه کي د وژل سویو امریکایي سرتیرو د کورنیو غړو هم له هغه څخه غوښتي ول چي «کار تمام کړي».

ترمپ هرمز تنګي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چي متحده ایالات «د هرمز تنګي له لاري تقریباً هیڅ تیل نه واردوي او په راتلونکي کي به هم دا کار ونه کړي».

هغه وويل: «موږ ورته اړتیا نه لرو. موږ ورته اړتیا نه درلوده او نه یې لرو. موږ ایران مات کړی او په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.»

«او د نړۍ هغه هيوادونه چي د هرمز تنګي له لاري تېل ترلاسه کوي، باید د دې لاري ساتنه وکړي. دوی باید د هغې قدر وکړي. دوی باید هغه ونیسي او قدر یې وکړي.»

https://p.dw.com/p/5BZ5B
د ټرمپ هغه څه چې دی یې له ایران سره په جګړه کي د متحده ایالاتو د پوځي بریاوو په توګه يادوي بیانوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه

ټرمپ هغه څه چې دی یې له ایران سره په جګړه کي د متحده ایالاتو د پوځي بریاوو په توګه يادوي بیانوي

دونالد ترمپ د ایران د جګړې په اړه خپل تازه معلومات په منځني ختیځ کي د امریکا د پوځي بریالیتوبونو په تکرارولو سره پیل کړل.

ترمپ د سپیني ماڼۍ په کراس هال کي په وینا کي وویل چي تيره مياشت د «ايپيک فيوري» په نوم عملیات د دې لامل سول چي د ایران د توغندیو او ډرونونو د توغولو وړتیا «په ډراماتیک ډول محدوده» سي او د «د وسلو فابریکي او د توغندیو لانچرونه يې ټوټې ټوټې سي».

ترمپ وویل چي د دغه هیواد سمندري ځواک «نور وجود نه لري، هوايي ځواک يې ویجاړ سوی دی» او مشران يې «اوس مړه سوي دي».

هغه وويل: «موږ به په راتلونکو دوو تر دريو اونيو پوري پر هغوی سخت ګوزار وکړو؛ موږ به هغوی بېرته د ډبرو دورې ته بوځو، له کوم سره چي هغوی تړاو لري. په عین حال کي خبري رواني دي.»
 

https://p.dw.com/p/5BZ2C
د نورو پستونو ښودل