د بنگله دیش د اسلامپاله مشرانو سره د طالب چارواکو لیدنه
۱۴۰۴ دی ۸, دوشنبه
د افغان طالبانو چارواکو بنگله دیش ته سفر کړی دی او د هغه هیواد له اسلامپاله مشرانو سره یې لیدلي دي. د دغې لیدنې کتنې هدف، په فبرورۍ میاشت کې د بنگله دیش له ټاکنو مخکې د سیاسي نفوذ زیاتیدل په گوته سوی دی. اسلامپالو چارواکو د دوشنبې په ورځ په ډاکه کې دغه خبر اعلان کړ.
د بنگله دیش او افغانستان د تجارت د اتاقونو مشر، ابو سایم خالد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي مشر نور احمد نور، دغه سفر، د تجارتي اړیکو د پراختیا په هدف هم ترسره سوی دی.
د «حرکت خلافت مجلس» په نوم اسلامي گوند مشر مامونالحق، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې نور، په خپل یو اونیز سفر کې له دیني مدرسو څخه هم لیدنه کړې ده. هغه زیاته کړې: «دغه لیدنه کتنه تشریفاتي وه، ځکه موږ د دغه هیواد یو له سترو دیني مدرسو څخه یوه اداره کوو.» د مامونالحق په خبره، نور همدارنگه له څو دیني مدرسو څخه هم لیدنه کړې ده.»
د سولې د نوبل جایزې د گټونکي محمدیونس، په مشري د بنگله دیش مؤقتي حکومت تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرگند کړی. د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا سي، وویل چې د نور سفر«شخصي» و.
د جنوبي آسیا هیواد بنگله دیش چې ۱۷۰ میلیونه نفوس لري او اکثریت یې سني مسلمانان دي، له هغه اولسي پاڅون وروسته چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د شیخ حسینه مستبد حکومت راوپرځاوه، د لومړي ځل له پاره انتخاباتو ته تیاری نیسي.
د بنگله دیش د ترټولو لوی او سازمان سوی اسلامي گوند جماعت اسلامي، چې د ایډیولوژیکي پلوه له اخوان المسلیمن سره همنظره دی، په دې هڅه کې دی چې د حسینه د حکومت د ۱۵ کلنې دورې پرمهال له کلونو بندیز او ځپلو وروسته، یو وار بیا رسمي سیاست ته ورداخل سي.
حسینه له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې له امله تر انتقاد لاندي راغلې او د اسلامي حرکتونو په وړاندې یې سختدریځه مقررات رامنځته کړي وو. همدارنگه یې د پوځي ملیشو په وړاندې هغو امنیتي عملیاتونو څارنه کوله چې پکښي په لسونو کسان ووژل او په سلونو نور ونیول سول.
طالبانو همدارنگه د «بنگله دیش د الجهاد اسلامي حرکت» په نوم منع سوې او وسله والې ډلې سره پخوانۍ اړیکې درلودې، داسې یوه ډله چې ځینې غړي یې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پرضد جنگیدلي دي.
د روان کال په سپټمبر مياشت کې د دیني مدرسو او اسلامي سازمانونو ائتلاف، «حفاظت اسلام» مشرانو افغانستان ته سفر وکړ او له بیرته ستنیدو وروسته یې په ډاکه کې د پروتوم الو ورځپاڼې ته وویل چې هغوی په افغانستان کې د "قوانینو پر بنسټ ټولنې" په توګه د هغه څه ستاینه کوي چې هغوی لیدلي دي.
بنگله دیش چې په اکثریت مسلمانانو سره د نړۍ څلورم گڼ میشته هیواد دی، د اسلامي فعالیتونو د پراخو رنگارنگیو درلودونکی دی، لکه د صوفیانو د پام وړ ټولنه چې ډیری وخت د سخت دریځو اسلامپالو له انتقادونو سره مخامخ کیږي.
په بنگله دیش کې همدرانگه د شیعه گانو کوچنۍ ټولنه او د هندوانو او کوچنیو عیسوي ډلو په گډون شاوخوا ۱۰ سلنه غیرمسلمانان هم ژوند کوي.