امر بالمعروف د په سلونو «رواني ناروغانو» د راټولولو خبر ورکړ
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه
د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغې ډلې د مشر له خوا د یوه نوي صادر سوي حکم له مخې یې ۹۷۰ رواني ناروغان تشخیص کړي دي.
د طالبانو په وینا، دغه کسان د دوو ولایتونو، فاریاب او هرات په ولسوالیو او مرکزونو کې وپیژندل سول او د سرې میاشتې ریاستونوته سپارل سوي دي.
د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف وزارت ویلي دي چې ددغه بهیر په لومړي پړاو کې ۷۷۰ کسان په فاریاب او ۲۰۰ نور کسان په هرات ولایت کې وپیژندل سول او په دغو دوو ولایتونو کې د درملنې له پاره افغاني سرې میاشتې ته معرفي سول.
«رواني ناروغان» د امر بالمعروف له خوا تشخیص کیږي؟
د طالبانو دغه وزارت روغتیايي څانگه نه لري او په «رواني ناروغیو» اخته کسانو د تشخیصولو د څرنگوالي په هکله یې معلومات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه به په کومو امکاناتو سره د دغو کسانو درملنه کوي.
اړوند:په افغانستان کې رواني ناروغان ولې په ځنځیرونو تړل کیږي؟
د طالبانو ادارې همدارنگه د «رواني ناروغانو» په هکله کوم مشخص تعریف نه دی وړاندي کړی، ځکه چې رواني ناروغان د اختلالاتو پراخې لړۍ ته اشاره کوي چې ویل کیږي بیلابیل ډولونه او درجې لري.
د افغانانو یوه لوړه سلنه د جگړو، بې کورۍ، بې وزلي او نورو بحرانونو له امله د رواني اختلالاتو له بیلابیلو ډولونو څخه زوریږي.
د روغتیا نړیوال سازمان تیر کال اعلان و کړ چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه له رواني ستونزو سره مبارزه کوي.
د کارپوهانو په حواله، د خلکو پر شخصي او ټولنیز ژوند، په تیره بیا ښځواو ځوانانو باندې د طالبانو د سختگیرانه قوانینو وضع کول، د خلکو پر روحیې باندې منفي اغیز کړی دی.
په اوس وخت کې په افغانستان کې روغتیايي سیستم، له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی او په رواني اختلالاتو اخته کسانو د درملنې له پاره روغتیايي سیستم موجود نه دی. معلومه نه ده چې د سرې میاشتې ټولنه د رواني ناروغانو د درملنې له پاره څه ډول امکانات لري.