د عراقچي د بلنې لغوه کیدل، سیمې ته د ترټولو ستري کښتۍ لیږل
۱۴۰۴ بهمن ۲۴, جمعه
د غیر دولتي سازمان "یو این واچ" اجرایوي رئیس هیلل نوير، په ایکس ټولنیز شبکه کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې د عباس عراقچي نوم د فبروري پر ۲۳مه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د پرانیستې غونډې د ویناوالو له لیست څخه لیرې کړای سوی دی.
اړونده موضوع: منځنی ختیځ د جګړې په درشل کې: پنټاګون منځني ختیځ ته لا زیاتې جنګي الوتکې استوي
نوير د ايران د بهرنیو چارو وزیر یو "قاتل" وباله او وې لیکل چې دا اقدام د ۱۰۰ زره لاسلیکونو له راټولولو وروسته سوی دی، ترڅو د عراقچي بلنه لغوه کړي او د سویس پولیسو څخه وغواړي چې هغه د بشریت پروړاندې د جرمونو کولو په تور ونیسي.
نوير مخکې په یوې اعلامیې کې "د حکومت یوه استازي ته چې د لاریون کوونکو په وژلو، شکنجه کولو، ډله اییزو اعدامونو او سیستماتیک ځپلو تورن دی" د یوه پوډیم ورکول د "ژورې اندیښنې" سبب بللی و.
نوموړې سازمان د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتریش ته یو لیک لیږلی و او خبرداری یې ورکړی و چې که د عراقچي بلنه بیرته وانه خیستل سي، نو د ملگرو ملتونو څارونکی به له سویسي چارواکو څخه وغواړي چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر ژنیو ته له رسیدو وروسته، د نړیوال قانون او د روم د مقرراتو له مخې د سویس له قضایي مکلفیتونو سره سم، د بشریت ضد جرمونو په تور ونیسي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا تر اوسه د دغه خبر په وړاندې کوم غبرگون نه دی ښودلی.
منځني ختیځ ته د نړۍ د تر ټولو ستري الوتکي وړونکي کښتۍ لیږل
نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ، د فبروري پر ۱۲مه رپوټ ورکړ چې د «یواساس جرالد آر. فورد» الوتکې وړونکې بېړۍ او ورسره مل کښتۍ منځني ختیځ ته لیږل کیږي او په فارس خلیج کې د ابراهیم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ سره یوځای کیږي.
دغه کښتۍ د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ شمیرل کیږي.
څلورو امریکایي چارواکو، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، نوموړې ورځپاڼې ته وویل چې د یواساس جرالد آر فورډ عملې ته د پنجشنبې په ورځ د دې پریکړې په اړه خبر ورکړل سو. دغه بېړۍ او ورسره مل کښتۍ مخکې د متحده ایالاتو او وینزویلا ترمنځ په مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره، کارابین ته استول سوي وې.
د نیویارک ټایمز په وینا، د ايران پر وړاندې دغه اقدام د ډونالډ ټرمپ ادارې د فشار د کمپاین د یوې برخې په توگه ترسره کیږي، او تمه نه کیږي چې یواساس جرالد آر فورډ، به د اپریل تر وروستیو یا د می تر لومړیو پورې خپلې اډې ته راستنه سي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مخکې اشاره کړې وه چې هغه غواړي سیمې ته د متحده ایالاتو دوهمه الوتکه وړونکې بیړۍ واستوي، خو د کښتۍ نوم یې نه و یاد کړی.
د فورډ بېړۍ جنګي الوتکو د جنوري پر دریمه نېټه پر کاراکاس برید او د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه. د نیویارک ټایمز په وینا، د دغې جنګي ډلې اوسنی ماموریت دمخه یو ځل غځول سوی و، او ټاکل سوې وه چې د کښتۍ عمله د مارچ په لومړیو کې بیرته امریکا متحده ایالاتو ته راستنه سي.