د عقیدې او تبعیض ترمنځ: په هند کي د مسلمانانو ستونزمن ژوند
۱۴۰۴ بهمن ۲۰, دوشنبه
د هند د شمالي ایالت اترپرادیش په کوچني ښار دیوبند کي آذان کیږي. دا سیمه ځکه مشهوره ده چي په ۱۸۶۶ کال کي پکښې دارالعلوم مدرسه تاسیس سوه. دا هغه ځای دی چي په حقيقت کي دیوبندي غورځنګ له همدې ځايه پيل سو، هغه سخت ګيره سني غورځنګ چي نفوذ یې له هند څخه هاخوا پاکستان، بنګله دیش او افغانستان ته غځیدلی دی.
له همدې امله د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تیر کال په اکتوبر کي هند ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کي دیوبند ته سفر وکړ. په دیوبند کي له هغه څخه شانداره هرکلي اندېښنې راپورته کړې. په داسي چاپیریال کي چي د مذهبي لږکیو له پاره په پراخه کچه خصمانه کيږي، د هندي مسلمانانو په منځ کي داسي ډلي سته چي افراطیان سوي دي.
دیوبند ته د متقي سفر جنجال راپورته کړ
د ديوبند دارالعلوم د مدرسې مشر ارشد مدني، د دې ليده کاته تر شا هر ډول سیاسي انګېزه ردوي. ۸۴ کلن استاد وايي چې له افغانستان سره د دوی اړیکې ایډیالوژیکي نه، بلکې تاریخي دي. د هغه په وینا، د دیوبندي ټولني غړو د برتانوي استعمار پر وړاندي د مقاومت په جګړه کي مهم رول ولوباوه، او «د دوی یو شمیر یې د برتانویانو پر وړاندي په افغانستان کي په جلاوطنۍ کي حکومت جوړ کړ». هغه وايي چې دیوبند ته د متقي سفر باید د دې پس منظر په نظر کي نيولو سره وکتل سي.
خو پر مدني باندي د هند په مسلمانانو کي په دې خاطر نيوکي کيږي چي هغه د طالبانو له رژیم سره د نږدې همکارۍ تصور کولای سي، د بیلګې په توګه د افغان ځوانانو د زده کړي له لارې، او دا چي هغه د ښځو او نجونو د زده کړې په اړه د طالبانو رژیم د سیستماتیک محدودیتونو پر وړاندي هيڅ نه وايي.
مجیب الرحمن، په نوي ډیلي کي د جامعه اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو پوه، د طالبانو د ایډیالوژۍ د منلو پر وړاندې خبرداری ورکوي. هغه وايي چي دغه ايډيالوژۍ د ښځي ضد ده، او د مساواتو، بشري حقونو او عصري کولو په څیر ارزښتونو سره جوړه نه ده. هغه زياتوي: «هند باید طالبان وهڅوي چي پر خپل نړیوال لید بیا غور وکړي.»
هغه برید چي د خطر زنګونه یې وږغول
له نوي ډيلي څخه د متکي د لیدنې څو اونۍ وروسته، وليدل سول چي د سخت دریځو په اړه اندیښنې تر کومه ځايه رښتيا دي. يوه ځانمرګي بریدګر موټر بم چاودنه وکړه او ۱۴ کسان یې ووژل. د دې بريد عامل يو ډاکټر وو او درې نور کسان د هغه د ملګرو په شک ونیول سول.
دې برید د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د خطر زنګ وږغاوه، او یو ځل بیا یې د هند د مسلمانانو ټولنه، چې شاوخوا ۲۰۵ میلیونه وګړي یا د هیواد د نفوس ۱۴ سلنه ده، شکمنه کړه.
مجیب الرحمن په هند کي ټولو مسلمانانو ته د افراطيانو په سترګه کتلو پر وړاندي خبرداری ورکوي، او وايي چي د هندي مسلمانانو ترمنځ افراطیت یوه پراخه پدیده نه ده، بلکي په څنډو کي کوچنیو ډلو پوري محدوده ده. د هغه په خبره، په دې هیواد کي ډېر مسلمانان له تصوف څخه اغیزمن دي، کوم چې د هند په تاریخ کي يې ډېر نفوذ لري او د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د زغم، سولې او سوله ایز ګډ ژوند له پاره هڅې کوي.
په سیاسي بحثونو کي د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض
خو، په هندو اکثریت لرونکي هیواد کي د مذهبي لږکیو له پاره ټولنیز چاپیریال ورځ تر بلې سختیږي، په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسي چي د لومړي وزیر نریندرا مودي بهارتیه جنتا ګوند په ۲۰۱۴ کال کي واک ته ورسید. د تاریخي صدمې، ټولنیزي نابرابرۍ او په سیاست کي نه ګډون له امله مسلمانان له سخت تبعیض سره مخ دي.
دا فشارونه ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دي. د ګاونډي هیواد بنګله دیش څخه د مهاجرت په اړه په بحثونو کې، مسلمانان د غیر منظم مهاجرت سره مساوي ګڼل کیږي، چي دا روايت پیاوړی کوي چي مسلمانان په هند پوري اړه نه لري. د هندي تابعیت په اړه په بحثونو کې هم همداسي ده. په ځانګړي ډول مسلمانان په نامناسبو شرایطو کي د اړتیا وړ اسناد نسي چمتو کولی او د اخراج له خطر سره مخ دي.
د پیړیو سوله ایز ګډ ژوند
رحمان وايي چي متقابلي بې باورۍ او شک ټولنیز چاپیریال خراب کړی دی. هغه باور لري چي د دې وضعیت سره سره، په هند کي مسلمان اقلیت پر ډیموکراسۍ خپل باور له لاسه نه دی ورکړی او د واکمن ګوند ټول رایه ورکوونکي د يوه خالص هندو ملت پلوي نه دي.
مدني هم مذهبي تاوتریخوالی غندي؛ ځکه چي دا ټولنیزه همغږي له منځه وړي. هغه وايي چي که خلک هندوان وي یا مسلمانان، عیسویان وي یا یهودیان، ټول وروڼه دي.
هغه وايي چې مسلمانان او هندوان له پیړیو راهیسې په سوله ایزه توګه یوځای ژوند کوي، او هغه کسان چې افراطیت رامنځته کوي او په ترهګرۍ کې ښکیل دي پر غلطه لار روان دي. خو پوښتنه دا ده چې ایا دا ډول څرګندوني او غوښتنې به په داسي فضا کي چي خصومتونه پر ډېرېدو دي، د پام وړ اغیزه ولري؟