افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې سفر
۱۴۰۴ بهمن ۴, شنبه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې رزماري دیکارلو او ورسره مل پلاوي ېې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او خبرې ېې وکړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) تر اوسه د دغه سفر په هکله په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د خارجه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د طالبانو او ملګرو ملتونو سازمان تر منځ د تعامل او همغږۍ او همدارنګه د دوحې د ناستو بهیر په تړاو خبرې اترې وکړې.
نورو ولولۍ: یونیسف وايي افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري
د اعلامیې پر اساس، په دغه کتنه کې همدارنګه د افغانستان پر سیاسي وضعیت، د امنيت ټینګښت، د اقتصادي ثبات رامنځ ته کولو، د کډوالو د بېرته راستنېدو پر مدیریت او په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان پر همکاريو خبرې وشوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو سازمان له دغه لوړ رتبه پلاوي غوښتي چې د خصوصي سکتور د ملاتړ او د بشري مرستو د رسولو له پاره ضروري ده چې د افغانستان له بانکونو بانکي محدودیتونه لري او د مرکزي بانک شتمنۍ آزادې شي تر څو خصوصي سکتور وشي کړای د هېواد د اقتصاد د ودې له پاره، خپلو فعالیتونو ته په معمول ډول ادامه ورکړي.
نور ولولۍ: د بشري حقونو نړيواله ورځ؛ یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینگار کړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي مرستیالې له قوله لیکلي چې هغې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کې، د معتادینو د درملنې او په ځینو نورو برخو کې د طالبانو اقدامات «مهم او مثبت» وارزول.
زیاته شوې چې د ملګرو ملتونو سازمان دغې چارواکې له طالبانو وغوښتل چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې له هغو مرستندویه موسساتو سره همکاري وکړي چې له هېواده بهر ېې فعالیتونه محدود شوي او زیاته کړې ېې ده چې د دغو مرستو رسول د افغانستان خلکو له پاره «ضروري» دي.
خو د ملګرو ملتونو سازمان دغې چارواکې تر اوسه په دې هکله کومه رسمي اعلامیه یا جزئیات نه دي خپاره کړي.
نور ولولۍ: په افغانستان کې درنې واورې او بارانونه؛ چارواکو وايي لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي
کابل ته دغه سفر داسې وخت کيږي چې د طالبانو په شاوخوا څلورنیم کلنه واکمنۍ کې، د هغوی اداره له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.