درنو واورو او بارانونو په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي
۱۴۰۴ بهمن ۴, شنبه
د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې (NDMA) نن شنبه رپوټ ورکړ چې په وروستیو درنو واورو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي، ۱۱۰ تنه ټپیان شوي دي. په رپوټ کې د څاریو د تلف کېدو هم ویل شوي دي.
د ېادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل چې په وروستیو درو ورځو کې د سختې هوا له کبله ۴۵۸ کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي چې له امله ېې ۳۶۰ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
نور ولولۍ: په سالنګ کې د واورې ښوېدل؛ دوه کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي دي
د حماد په خبره دغه ارقام ابتدائيي دي او د دقیقو شميرو د معلومولو له پاره د سروې ټيمونه اغېزمنو ساحاتو ته استول شوي چې ممکن نهايي ارقام تر دې لوړ شي.
له دې علاوه د افغانستان فواید عامې وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ويلي چې د درونو واورو له کبله د سالنګ تونل د درو ورځو له پاره د ترافیکو پر مخ بند دی. سالنګ لار د افغانستان له کلیدي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
د سالنګ تونل د سیمو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخو کې یو حیاتي دهلیز ګڼل کيږي.
نور ولولۍ: افغانستان؛ په روغتونونو کي د خوارځواکو ماشومانو شمېر زيات سوی
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند په وزارت کې د میترولوجي څانګې مشر، محمد نسیم مرادي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د وړاندوېنې له مخې د واورې او باران ورښت به په راتلونکو دوو ورځو کې هم د افغانستان په مختلفو برخو کې ادامه ولري.
د هغه په وینا دغه وضعیت کېدای شي د سالنګونو سیمې په ګډون په غرنیو علاقو کې د لاډېرو لارو بندېدو او سفري خنډونو سبب واقع شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو بشري بحرانونو درلودونکي هېواد په توګه پاته دی چې په میلیونونو اوسېدونکي ېې لومړنيو مرستو ته اړتیا لري.
نور ولولۍ: د افغانانو اخراج په افغانستان کي بشري بحران نور هم شديد کړی
په افغانستان کې د واورې له ورېدو په ځانګړې توګه کروندګر هرکلی کوي او په ځانګړې توګه ښاري علاقو کې د تفریح او خوشاليو له پاره یو فرصت ګڼل کيږي، خو د مختلفو عواملو په دلیل د خلکو ژوند کې ستونزې هم رامنځ ته کوي.
له آرشیف څخه: