1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو کمېټه: آلمان مکلف دی د افغان کورنۍ ساتنه وکړي

نجيب الله زيارمل آژانسونه
۱۴۰۴ بهمن ۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې حکم کړی چي آلمان بايد يو پخوانی افغان قاضي او کورنۍ يې چي له افغانستان څخه تښتېدلي دي، له پاکستان څخه له اخراجه وساتي.

https://p.dw.com/p/57WJa
افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي
په انځور کي هغه کسان ښکاري چي د جرمني له خوا په پاکستان کي ساتل کيږي او پوليسو پرې چاپه وهلې ده.انځور: DW

د مدني حقونو ټولني (GFF) د دوشنبې په ورځ په برلين کي اعلان وکړ چي يوه پخواني افغان قاضي او کورنۍ يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له کمېټې څخه حکم ترلاسه کړی چي آلمان به يې موقت ساتنه کوي. دغي کمېټې د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چي په خپل ټول توان سره له پاکستان څخه افغانستان ته د دغي کورنۍ د اخراج مخه ونيسي.

يادي کمېټې څرګنده کړې ده چي آلمان بايد په پاکستان کي د دغي کورنۍ د خوندي استوګني تضمين وکړي. د مدني حقونو ټولنه او د کابل هوايي پل په نامه سازمان په دغه پروسه کي د يادي کورنۍ ملاتړ کوي.

د آلمان صدراعظم ته د افغانانو ليک

د پخوانيو پرېکړو له امله د مرګ ګواښونه

دغه سړی په افغانستان کي مشر قاضي وو او د طالبانو ډېر غړي يې چي اوس دی او کورنۍ يې په مرګ ګواښي، محکوم کړي ول. کلونه مخکي دغه سړي د تش په نامه «پل ليست» له لاري په جرمني کي د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه، کومه چي اوسنی فدرالي حکومت يې له قانوني نظره نوره الزامي نه ګڼي. نو له همدې امله هغه او کورنۍ يې ويزې ترلاسه نه کړې.

د ياد قاضي قضيه لا دمخه د آلمان د اساسي قانون محکمې له خوا بررسي سوې ده. هغه هلته موفق نه سو. په ډسمبر مياشت کي بيا هغه د اروپا د عدالت محکمې ته شکايت وکړ.

تور: حکومت د بشري حقونو مکلفيتونه تر پښو لاندي کوي

د غوښتونکو په خبره، د آلمان حکومت له شکنجې او مرګ څخه د ساتني په اړه خپل د بشري حقونو ژمني نقضوي. د مدني حقونو ټولني (GFF) تشريح کړې ده چي آلمان د دغي کورنۍ د منلو په ژمني او پاکستان کي په کلونو د هغوی په ځای پر ځای کولو سره ځانګړی مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

د مدني حقونو ټولني حقوقي مشره او د قضيې همږغې کوونکې سارا لينکن تشريح کوي چي اوس بايد د آلمان حکومت له ټولو قانوني او ډېپلوماتيکو لارو چارو کار واخلي ترڅو د طالبانو لاس ته د دغي کورنۍ د لوېدو مخه ونيسي. په دې کي له پاکستان څخه د اخراج مهلت غځول چي موافقه هم پرې سوې ده او په آلمان کي د هغوی د منلو پر پروسې له بيا کتنه شامله ده.

د بشري حقونو استازی: افغانان په بيړه وېزې ته اړتيا لري

طالبان له سیاسي مخالفينو غچ اخلي

په افغانستان کي د جمهوريت تر سقوط وروسته، هغه کسان چي په جرمونو محکوم سوي ول، د طالبانو په اداره کي په سياسي او نظامي برخو کي لوړو مقامونو ته ورسېدل. له مخالفانو د طالبانو غچ اخيستل اوس عادي خبره ګرځېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټه يوه ځانګړې اداره ده چي د غړو هيوادونو له خوا د مدني او سياسي حقونو نړيوال ميثاق سره سم عمل څارنه کوي.

که څه هم چي د کمېټې له خوا صادر سوي لنډمهاله حکمونه الزامي دي، خو په عمل کي يې پلي کول د غړو هيوادونو په اختيار کي دي. دغه کمېټه د بنديزونو يا احکامو پلي کولو هيڅ واک نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب