1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د پولیو د له منځه وړلو له پاره د ميلياردونو ډالرو مرستي ژمنه

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

یو شمیر سازمانونو او مختلفو هیوادونو د پولیو پر وړاندې مبارزې له پاره د ۲ اعشاریه ۶ ميليارډ ډالرو مرستې ژمنه کړې. په پام کې ده په دغو پیسو سره تر ۲۰۲۶م کال پورې په نړۍ کې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه یووړل شي.

https://p.dw.com/p/4IPRT
د آرشیف انځور - افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا هم پکې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ پيښې شتون لري
د آرشیف انځور - افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا هم پکې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ پيښې شتون لريانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

د مرستو راټولو دغه کنفرانس چې د آلمان په همکارۍ جوړ شوی وو، پکې د ماشومانو د فلج پر وړاندې مبارزې له پاره د ۲ اعشاريه ۶ ميليارده ډالرو ژمنه وشوه. نړيواله ټولنه غواړي په دغو پیسو تر ۲۰۲۶م کال پورې د ماشومانو د فلج ناروغۍ په بشپړه توګه محوه او په پام کې ده چې ۳۷۰ ميليونه ماشومان واکسين شي.

اروپايي ټولنه له افغان ماشومانو سره ۴۰ مليونه يورو مرسته کوي

د آلمان د پراختیايي همکاريو وزیرې، سونیا شولتسه، چې د دغه ګډ کنفرانس کوربنه وه، د سه شنبې په ورځ ېې په برلين کې وويل چې «له پولیو پرته یوه نړۍ ممکنه ده. دا د دغه کنفرانس ښه پيغام دی. پولیو یوازې هغه وخت محو او له منځه وړله کيږي چې موږ په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ پر وړاندې اقدام وکړو. ځکه تر هغه وخت پورې چې دغه ويروس په يو ځای کې پاتې وي، کولای شي له هغه ځایه بېرته خپور شي، له هغې ډلې زموږ په هیواد کې هم.»

د ګیټس خیریه بنسټ لخوا د پولیو سره د مبارزې لپاره د ملیاردو ډالرو مرسته

د مېرمن شولتسه د معلوماتو پر اساس، په دغه کنفرانس کې ۱۷ خصوصي او دولتي مرستندویانو د مالي ملاتړ ژمنې کړي دي. آلمان د ۷۲ ميلیونو په ارزښت د نورې مرستې ژمنه کړې ده.

په ۱۹۸۸م کال د پولیو د محوی له پاره د نړیوال نوښت (GPEI) له تاسیس راهيسې، څه باندې ۵ اعشاریه ۲ ميليونه ماشومانو ته د پولیو واکسين رسېدلی دی. په دغه کار سره په فلج ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې شاوخوا ۹۹ سلنه کمې شوي دي. په حاضر وخت کې يوازې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو د ابتلا پېښې موجوې دي.

په خيبر پښتونخوا کې ولي د پوليو ناروغي بيرته پر ډېريدو ده؟

د پولیو د محوې نړيوال نوښت، له دې نه علاوه له هغو هیوادونو څخه ملاتړ هم کوي چې د پولیو پېښې په کې ثبتیږي.

که څه هم دغو هیوادونو تر دې وړاندې د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه وړې ده، خو لا هم پکې د ابتلا د نوو پیښو رپوټونه ورکول کيږي.

«د پولیو کمپاين ښځینه کارکوونکې باید له ځان سره محرم ولري»

د روغتيا نړیوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم ګبریسوس په برلین کې وويل: «روان کال په هغو هیوادونو کې چې تر دې وړاندې پکې پولیو محوه شوې وه، د ماشومانو د فلج ناروغۍ بيا خپرېدل د دې پيغام رسوي که چېرته موږ په نړیواله سطحه د پولیو په لمنځه وړلو کې بريالي نه شو، ممکن دغه ناروغي يو ځل بيا په نړۍ کې خپره شي.»

(dpa) Pa/af/mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل