د کروندو ماجرا؛ د سترو کدوانو په زړه پورې نړۍ
کله چې د سترو سبزیجاتو د کښت خبره راځي، بزګران خپل زيار او لیوالتیا سره یوځای کوي. په ځانګړي توگه د سترو کدوانو کرل د حیرانوونکو اړخونو لرونکی یو دود دی چې موخه یې يوازې دا نه ده چې په هالوين کې ستر کدوان ولري.

ښه حاصل
ستر کدوان په خپل ذات کې یوه زړه راکښونکی منظره ده. کوچنۍ کلارا د کدو د کښت له حاصل څخه خوشحاله ده، کوم چې ډیر کار، لیوالتیا، او له هرڅه د مخه ډیرو اوبو ته اړتیا لري. د دې کدوانو د تقریباً ۱۰۰ ورځو د ودې د مرحلې په ترڅ کې، د "اتلانټیک جاینټ" ډول کدوانو نسل چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د کاناډايی، هاورډ ډیل له خوا رامینځته سوې، تر ۲۰ زره لیټرو پورې اوبو ته اړتیا لري!
څوک تر ټولو ستر کدو لري؟
دغه ستر کدو، چې د پولنډ په پوسین ښار کې د بوټانیک باغ په څلورمه تر ټولو دروند کدو سیالۍ کې وړاندې سو، د عکاسي کولو له پاره مناسب دی. په دې ځای کې کدوان حتی نومونه هم لري. د سږ کال ګټونکي ته "کلیمینتینا" ویل کیږي، چې وزن یې ۵۴۶ کیلوګرامه دی، چې دا په پولنډ کې ترټولو دروند کدو دی. ډیری کروندگر په داسې حالاتو کې له اتل کدوانو څخه د تخمونو د کڅوړې تبادله کوي ترڅو غوره جینونه نورو ته انتقال کړي.
په ډېرو اوبو او ډېره حوصله
د نیویارک له ایالت څخه ټوني سکاټ په منظم ډول له نورو کروندگرو سره د کدو د کرلو په برخه کې سیالي کوي. د هغه په باغ کې کدو د یوې کوچنۍ موټر په اندازه وزن لري. هغه له میاشتو راهیسې د دې کدو پالنه کوي، سرې ورکوي او د شپې له خوا یې په یوې کمپلې پوښي ترڅو هغه په ثابت حرارت کې وساتي. سکاټ په ډیر شوق سره وویل: "ما هیڅکله داسی کوم شی نه وو لیدلی چې دومره چټکه وده وکړي ".
د سترو سبزیجاتو شوق
بزگران کال په کال کې د کدوانو په کرونده کې تر خپل وروستي توان پورې زيار باسي. که څه هم له یو ټن پورې وزن لرونکو نمونو سره، کدوان ممکن نور ټول سبزیجات ډیر کوچني وښيی. خو بادرنګ، چغندر او د کرم ځینې ډولونه هم د لویو هنرونو وړتیا لري، لکه څنګه چې په انځور کې لیدل کیږي، لکه په ۲۰۲۳ م کې چې د هیروګیټ د مني د گلانو نندارتون پاول پراوډ دا خبره ثابته کړه.
په طبيعي کښتيو کې
اوس دا پوښتنه راپورته کیږي: تاسو د دغو سترو کدوانو سره څه کوئ؟ ساده ځواب: د کښتيو چلولو په سيالۍ کې یې وکاروئ! نور څه؟ د متحده ایالاتو په اوریگون کې، د ویسټ کوسټ جاینټ يا ستر کدو ریګاټا يا اوبو پر سيالۍ، ګډونوال د کدوانو په کښتیو کې یو له بل سره سیالي کوي. سړی کولای سئ د یوه ساعت له پاره په خالي سويو کداونو کې د اوبو پرسر پاته سي، وروسته هغوی ډیر درانه او بې ثباته کیږي.
خوندور خواړه
ستر کدوان د خوړلو وړ هم دي، که څه هم په پخلنځي کې یې ټوټه کول ستونزمن دي. په هر صورت، هغوی د هالنډ د شاهي کلا په ژوبڼ کې د په اصطلاح لمر د خرسانو د خوړلو له پاره په بشپړ ډول مناسب دي. دغه خرسان په خپلې بهرني احاطه کې له دغه ۷۹۱ کیلوګرامه سپین کدو سره مخامخ سول. په خپلو اوږدو، قوي پنجو او مهارت لرونکو ژبو سره، ټولو خوړونکو په چټکۍ سره هغه مات کړ او وې خوړ. ښه اشتها!