1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: آلمان له امریکا د ټامهاک توغندي رانیسي

احمد حکيمي l د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، آلمان په مخفي توګه له امریکا متحده ایالاتو څخه د ټامهاک کروز توغندیو د پېرلو له پاره خپله هڅه بیا راژوندۍ کوي. یادې رسنۍ ویلي چې آلمان غواړي د ټرمپ اداره په دې کار قانع کړي.

https://p.dw.com/p/5DY2Z
آلمان څه موده وړاندې د دغو توغندیو د رانیولو وړاندیز کړی وو خو امریکا یې تراوسه د ورکولو ژمنه نه ده کړې.
راپورونه وايي چې آلمان غواړي له امریکا سلګونه ټام هاک توغندي او لانچرونه یې را ونیسي. انځور: Everett Collection/picture alliance

د فاینشنل ټایمز په نامه اقتصادي ورځپاڼې د هغو سرچینو له قوله چې د آلمان حکومت له ستراتیژۍ خبر دي، ویلي جرمني هیله لري چې د ټرمپ اداره قانع کړي څو پر آلمان باندې ټاماهاک توغندي او همدا راز د هغوی ځمکني لانچرونه وپلوري.

جرمني لا هم د واشنګټن د ځواب په تمه دی، هغه رسمي غوښتنه چې د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې یې د سلګونه ټاماهاک توغندیو او د ټایفون ګرځنده لانچرونو لپاره د امریکا حکومت ته سپارلې وه.

دا سیستمونه به د آلمان پوځ یا بوندیس ویر ته دا وړتیا ورکړي چې د دښمن په خاوره کې سلګونه کیلومتره لیرې هدفونه په نښه کړي. ډېری پوځي کارپوهان وایي چې دا وړتیا اوس مهال د اروپا په وسلو کې موجوده نه ده.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې، د المان د دفاع وزیر بوریس پیسټوریوس واشنګټن ته د سفر پلان لري څو دا معامله مخته یوسي.

د امریکا د پوځ د ټاماهاک توغندیو زېرمې، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې پر مهال، د پام وړ کمې شوې دي.

د روان کال په فبرورۍ کې، پنټاګون یا د امریکا د جګړې وزارت د ریتیون Raytheon په نامه له یوه شرکت سره یو ستر اووه کلن قرارداد لاسلیک کړ څو د خپلو اړتیاوو له پاره ورته تولید زیات کړي.