ماکرون غواړي اوکراین ته داسو میراج جنګي الوتکې ورکړي
۱۴۰۳ خرداد ۱۸, جمعه
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، تېره ورځ وويل چې پلان لري اوکراین ته داسو میراج۲۰۰۰ ماډل جنګي جیت الوتکې چمتو کړي، چې نن جمعه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دې هکله له فرانسې مننه کړې ده.
زیلنسکي وويل: «زه ډاډه یم چې داسې یوه ورځ به راشي چې موږ دې ته ورته جیت الوتکې د اوکراین په اسمانونو کې ووينو څنګه مو چې تېره ورځ د نورماندې په اسمانونو کې وليدلې.»
زیلنسکي دغه خبرې د فرانسې په نورماندې کې د دوهمې نړېوالې جګړې د وخت یوې مشهورې جګړې چې په ډي-ډې یاديږي د ۸۰ېمې کلیزې په تړاو چې هغه په کې تېره ورځ ګډون کړی وو د فرانسې پارلمان ته وکړې.
زیلنسکي زیاته کړه: «ستاسو د هوايي قوا، ځلانده جنګي جيټ الوتکې به د اوکرایني پيلوټانو تر قوماندې لاندې دا ثابته کړي چې اروپا تر هغه شیطان ډېره ځواکمنه او ځواکمنه ده چې د ګواښ جرائت ېې کړی دی.»
د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل: «همدا اوس هم، موږ عین د ۸۰ کاله مخکې په څېر کولی شو زموږ د یووالي ځواک، زموږ د متحدینو ځواک، زموږ د مشترکو عقایدو ځواک ثابت کړو.»
د امریکا ولسمشر، جو بایدن د ډي-ډې د یادښت په مراسمو کې له غربي قدرتونو غوښتنه وکړه چې اوکراین تر څنګ پاته شي او د روسيې جبر ته تسلیم نه شي.
د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون، هم وويل چې له اوکراینه به د اروپا ملاتړ تضعیف نشي.
ماکرون، تېره ورځ اوکراین ته د داسو میراج۲۰۰۰ جنګي الوتکو د چمتو کولو ترڅنګ، اوکرایني پيلوټانو ته د روزنې ورکولو ژمنه هم وکړه.
خو هغه مشخصه نه کړه چې اوکراین ته څه شمېر ميراج الوتکې، څه وخت او د کومو مالي شرایطو مطابق چمتو کوي.
داسو میراج۲۰۰۰، د ګڼو وظایفو وړتیا لرونکې جنګي جيت دي چې يو ماشين لري.
زیلنسکي وويل: «زموږ له پاره په ۸۰ کلونو کې د ګڼو جګړو د ګټونکو په توګه مهمه ده چې د خپلو همکاریو د ساتنې له پاره هر څه وکړو. آیا پوتین کولی شي دا جګړه وګټي؟ نه، ځکه چې موږ ېې د بایللو حق نه لرو.»
د ماکرون وروستيو څرګندونو کریملين په غوسه کړی او هغه ېې په اروپا کې د اختلافاتو اور ته «لمن وهل» ښودلي. کرملین د جمعې په ورځ د جون ۷مه وويل چې د ماکرون څرګندونې د دې ښکارندوي کوي چې فرانسه د اوکراین په جګړه کې مستقیم رول لرلو ته چمتو ده.
روسي خبري آژانسونو د کرملین د ویاند، دیمتري پسکوف، خبرې نقل کړي دي: «د ماکرون څرګندونې د کيف له رژیمه بشپړ ملاتړ او په پوځي شخړه کې د مستقیم ګډون له پاره د فرانسي چمتووالی ښيي.»
پسکوف د پيترسبورګ نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې وويل: «موږ دغه څرګندونې ډېرې، ډېرې پاروونکي ارزوو چېپه [اروپا] قاره کېمخالفتونو ته شدت ورکوي چې هېڅ ډول مثبته پایله نه لري.»
ماکرون، په اوکراین کې د خپلو ځواکونو ځای پرځای کول رد کړي. فرانسه اوس په رسمي توګه په اوکراین کې د مرستې او روزنې په برخه کې ځواکونه نه لري، خو کیف تېره اوونۍ وويل چې په دې هکله له پاریس سره «په خبرو» کې دی.
روسيې د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اوکراین ته استول شوي هر بهرني ښوونکي به د دوی په حملو کې د یو «مشروع هدف» حیثیت ولري.
(Reuters, AFP)mks/nz
له آرشیف څخه انځوریز البوم (26.01.2022):