1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ: متحده ایالات به پولنډ ته نور ۵۰۰۰ عسکر واستوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱, جمعه

ټرمپ اعلان کړی دی چې هغه غواړي ۵۰۰۰ اضافي امریکایي سرتیري پولنډ ته واستوي. نوموړي په دې اړه مشخص توضیحات ورنه کړل چې کله یا له کوم ځای څخه به دغه سرتیري پولنډ ته واستول سي.

https://p.dw.com/p/5EAVP
د پولنډ په بیموو کې ، امریکايی سرتیري د تمرین په حال کې
ټرمپ اعلان کړی دی چې هغه غواړي ۵۰۰۰ اضافي امریکایي سرتیري پولنډ ته واستوي. انځور: Kuba Stezycki/REUTERS

نوموړي جمهوري غوښتونکي ولسمشر ددې کار دلیل، نه پوځي ستراتیژۍ بللې او نه هم د ناټو د ختیځې غاړې پیاوړتیا، بلکې له ښي اړخي محافظه کار پولنډي ولسمشر،  کارول ناوروکي سره یې د هغه د ښو اړیکو یادونه وکړه. یوازې درې اونۍ مخکې د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې له آلمان څخه به شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري وباسي.

دغه اعلان د آلمان د صدراعظم فریدریش میرڅ له خوا د ایران په تړاو د امریکا پر چلند تر سختو نیوکو وروسته سوی وو. په اروپا کې په لسګونه زره امریکایي سرتیري ځای پر ځای دي - په ځانګړې توګه په آلمان کې. دا لا په اول سر کې روښانه نه وه چې ایا اوس به د سرتیرو مجموعي شمیر راکم سي لکه څنګه چې په اصل کې د ټرمپ له خوا غوښتل سوی و. د ټرمپ اعلان نن په سویډن کې د ناټو هیوادونو د غونډې څخه مخکې راغی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم پکښې د گډون له پاره سفر کړی دی. دغه غونډه د ایران له جگړې څخه د رامینځته سوي ټرانس اتلانتیک کړکیچونوتر سیورې لاندې راغلې ده.

امریکا پولنډ ته د یوه افسانوي ملگري په سترگه گوري

د ټرمپ له اعلان وروسته، د پولنډ ولسمشر نوروکي په ایکس پلیټ فارم کې یو پوسټ خپور کړ چې پکښې یې له ټرمپ څخه له پولنډ سره د هغه د "ملګرتیا" له پاره مننه وکړه. هغه لیکلي، د پولنډ-امریکا اتحاد د پولنډ او اروپا دواړو له پاره د امنیت ستنه ده.

د امریکا د رسنيو رپوټونه او په پولنډ کې ناڅرګنتيا

په دا وروستیو کې، د رسنیو هغو رپوټونو يو ناڅرګنتيا رامنځته کړې وه چې پکې ويل سوي ول پولنډ ممکن له ۴۰۰۰ څخه زیاتو امریکایی سرتیرو يوه جنګي لوا په پولنډ کې نور مستقر نه سي. د مثال په توګه، «وال سټریټ ژورنال» رپوټ ورکړ چې دغه سرتیري په اصل کې په پولنډ کې د نهو میاشتو له پاره ځای پرځای سوي وو. همدا راز ويل سوي ول چې اروپا ته د جنگي لوا د ليږدولو چارې درېدلي دي. خو پولنډ دا ډول رپوټونه رد کړي ول.

د پولنډ د دفاع وزیر، کوزینیاک کامیش په وارسا کې وویل: «په پولنډ کې به د امریکايی سرتیرو شمیر راکم نه سي.» بلکې هیواد به یې د امریکايی ځواکونو د پیاوړي کیدو له پاره خپل کار ته ادامه ورکړي.

ځواکونه کم سوي، یا یوازې ليږد یې ځنډول سوی؟

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په روانه اونۍ کې په واشنګټن کې وویل چې په پولنډ کې یې د سرتیرو شمیر ۴۰۰۰ ته نه دی راکم کړی. بلکې، پولنډ ته د سرتیرو لیږل ځنډول سوي دي. هغه استدلال وکړ چې دا کار کمښت نه رامینځته کوي. وینس دا د بدلون په پروسه کې د معیاري ځنډ په توگه تشریح کړ.

ایا حکومت د پولنډ په اړه خپله تګلاره بدله کړې؟

د امریکا د پوځي کړیو په وینا، د دې میاشتې تر نیمایي پورې، شاوخوا ۷۴۰۰ سرتیري په پولنډ کې میشت دي. ډیری یې په منظم ډول په اروپا کې د امریکا د مختلفو پوځي اډو ترمنځ تگ راتگ کوي.

دا روښانه نه وه چې په دقیق ډول څه شی د پولنډ په اړه د ترمپ د وروستۍ اعلامیې د خپرولو سبب سو. د نیبراسکا د جمهوري غوښتونکي کانګرس غړي ډان بیکن نوموړی اقدام د بدلون په توگه مشخص کړ. دغه امریکايی سیاستوال پر ایکس پلټ فارم ولیکل چې هغه خوشحاله و چې ولسمشر د لوا او پولنډ په اړه خپل د دفاع وزیر پریکړه "لغوه" کړه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.