1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر اوکراین د روسیې برید: یو میلیون کسان برېښنا نه لري

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس‌پرس، اسوشتیدپرس، آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۸, پنجشنبه

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې په دغه هیواد کې پر دوو سیمو د شپې له خوا د روسیې بریدونه، د یو میلیون کسانو له پاره د برېښنا، اوبو او تودوخې د قطع کیدو سبب سوي دي.

https://p.dw.com/p/56WLf
د اوکراین په دینپور کې د روسیې له خوا د ډرون بریدونو سختې ویجاړۍ رامنځته کړي
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د روسیې بریدونه، د ۲میلیونو کسانو له پاره د برېښنا، اوبو او تودوخې د قطع کیدو سبب سوي دي.انځور: Mykola Synelnykov/AFP/Getty Images

پر اوکراین باندې د روسیې بریدونه د دې سبب سوي دي چې د «دنیپرو پتروفسک» او «زاپوریژیا» سیمو برېښنا قطع سي. ویل سوي دي چې په دغو سیمو کې د هوا درجه تر صفر کښته ده.

دغو بریدونو د اوکراین په جنوب ختیځ کې پرتو دوو سیمو کې برېښنا په بشپړ ډول قطع کړې ده.

اړونده موضوع: زيلنسکي د سولې په خبرو کې پر روسیې د نور فشار غوښتنه کړې

د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي دي چې «دنیپرو پتروسک» او «زاپوریژیا» برېښنا نه لري او حیاتي زیربناوې له ذخیره يي برېښنا سره کار کوي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

روغتونونه او ضروري خدمات په احتیاطی سیستمونو پورې تړلي دي، په داسې حال کې چې اضطراري تیمونه د شپې په اوږدو کې د برېښنا، اوبو او تودوخې د بیا وصلولو هڅې کولې.

د اوکراین د لومړي وزير مرستیال، اولکسي کوله با، په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «په دنیپرو پتروسک سیمه کې د څه د پاسه یو میلیون کسانو له پاره د تودوخې او اوبو د بیا وصلولو له پاره د ترمیم کارونه ادامه لري.»

اړونده موضوع: اروپایان ښايي اوکراین ته تر ۱۵ زره سرتېري واستوي

د زاپوریژیا سیمې برېښنا چې په دغو بریدونو کې زیانمنه سوې وه، بیرته وصل سوې ده.

د اوکراین هوايي ځواکونو اعلان کړی دی چې روسیې په ۹۷ ډرونونو سره بريد کړی دی چې ۷۰ یې د دافع هوا سیستم په مرسته رانسکوره سوې دي، او ۲۷ یې پر بیلابیلو سیمو بریدونه کړي دي، خو په دې اړه یې نورې څرگندونې ونه کړې.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.