زيلنسکي د سولې په خبرو کې پر روسیې د نور فشار غوښتنه کړې
۱۴۰۴ دی ۲, سهشنبه
داوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ويلي دي چې له امريکا سره د سولې په خبرو کې له خپل استازي رستم عمروف، او د اوکراين د وسله والو ځواکونو له مشر اندرې هناتوف، څخه یې د دغه خبرو د پرمختګ په اړه يو مفصل رپوټ ترلاسه کړی دی.
زيلنسکي، وويل چې هناتوف او عمروف، د ولسمشر دونالد ترمپ، له استازو ستيف ويتکوف، او جیراد کوشنر، سره «ګټور تعامل» درلودلی او دا چې په دې ترڅ کې يو شمیر «مسودې چمتو کړل شوي دي.»
اړونده موضوع: پوتین: روسیه به په اوکراین کې خپل جنګي اهداف ترلاسه کوي
زيلنسکي، وويل چې دا اسناد د اوکراين له پاره د امنيتي تضمينونو او همدا راز تر جګړې وروسته د هېواد د بيارغونې او د شخړې د ختمولو د «بنسټيزې اډانې» په اړه دي.
نوموړي وويل: «د خبرو اترو او ليدنې کتنو هره پړاو د اوکراين د ګټو د محافظت په اړه وو او دې کار ته به په ورته ګټوره بڼه دوام ورکړل شي.» هغه همدا راز د کيف له اروپايي متحدينو څخه د هغوی د دوامدار ملاتړ له کبله مننه وکړه او ویې ويل چې اوکراين «له امريکا سره د ديالوګ دوام» ته سترګې په لار دی.
خو زيلنسکي، خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چې«پر روسیې باندې اړين فشار» بايد د ديپلوماسۍ له هلو ځلو سره مل وي.
اړونده موضوع: ايا اوکراین ته به امنيتي تضمينونه ورکړل سي؟
هغه وويل: «پر اوکراين د روسیې هر بريد او د جګړې پر لومړۍ کرښه د روسیې د بريدونو شديدېدل ثابتوي چې د جګړې د ختمولو د اوکراين ژمنتيا تر روسیې ډېره ده.»
روسیې په اوکراين کې د څو ځايونو د نيولو ادعا کړې
د روسیې د دفاع وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ووستوک جګره ایزې ډلې قطعو خپل «پرمختګ ته دوام ورکړی او د د ختيځ دينپروسک سيمې اندريوکا سيمه یې «آزاده» کړې ده.
وزارت همدا راز ويلي دي چې ځواکونو د اوکراين د خارکيف د پرېلپکا سيمه هم نیولې ده.
ياد وزارت همدا راز تائيد کړې ده چې روسیې په شديدو بريدونو کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات هم په نخښه کړې دي.
د اوکراين لومړۍ وزيرې يوليا سيویريدنګو، د کرسمس يا عیسوي اختر په درشل کې د مسکو «قصدي او ناوړه» بريد غندلی دی.