طالبان:بند پاته پاکستاني محصلینو ته د ستنیدو اجازه ورکړل سوه
۱۴۰۴ دی ۲۳, سهشنبه
د طالبانو ادارې د سرحدي پولیسو ویاند عبدالله فاروقي، وویل: «یوازې یې د خیبر پښتونخوا هغو محصلینو ته د تیریدو او خپلو کورنیو ته د تگ اجازه ورکړې ده چې د سرحد دې خواته بند پاته ول.»
هغه وویل چې د نورو کسانو له پاره سرحد «نه دی پرانیستل سوی.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ مځکنی سرحد د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر مياشتي له ۱۲ مې څخه تړل سوی دی او ډېر کسان خپلو کورونو ته د ستنیدو له پاره هیڅ کوم ارزانه مسیر نه لري.
اړونده موضوع: د تورخم لارې بندیدو سوداګر ډیر زیانمن کړي
پاکستاني محصل انیس افریدي، چې د ننگرهار ولایت د طب په څانگه کې زده کړې کوي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زه له هغو اقداماتو څخه چې د افغانستان حکومت زموږ له پاره د لارې د پرانیستلو په برخه کې ترسره کړې دي، خوشحاله یم تر څو زه او دوستان مې وکولای سو د ژمنیو رخصتیو په ترڅ کې خپلو کورونو ته ستانه سو.»
سره له دې، په سلونو محصلین لا د رخصتیو له پای ته رسیدو وروسته، افغانستان ته د بیرته ستنیدو په هکله اندیښمن دي
افریدي وویل: «که د (پاکستان) له خوا لار همداسې تړلې وي، موږ به مجبور سو د تحصیل له پاره د هوا له لارې افغانستان ته ستانه سو.»
د ډیریو دغو محصلینو له پاره د الوتکو پروازونه ډیر گران تمامیږي او قاچاقي لارې هم له ډیرو خطرونو سره مل دي.
افریدی هیله من دی، تر هغه وخته چې هغوی تحصیل ته ستنیږي، «د دواړو حکومتونو ترمنځ د مذاکراتو له لارې، د دواړو خواوو سرحد پرانیستل سي.»