1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

م.م.: د اوکراین جګړې نژدې ۱۸زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) وويل چې پر اوکراین له لسو مياشتو راهيسي يرغل کې نژدې ۱۸زره ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه ارقام تائيد شوي دي چې په وژل شوو کې ېې په سلونو ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4LUbB
ملګرو ملتونو د دسمبر په ۲۸مه وويل چې پر اوکراین له لسو مياشتو راهيسي يرغل کې نژدې ۱۸زره ملکیان وژل شوی او ټپیان شوي دي
ملګرو ملتونو د دسمبر په ۲۸مه وويل چې پر اوکراین له لسو مياشتو راهيسي يرغل کې نژدې ۱۸زره ملکیان وژل شوی او ټپیان شوي ديانځور: Evgeniy Maloletka/dpa/AP/picture alliance

د ۲۰۲۲م کال د فبروري مياشتي له ۲۴ نېټې راهيسي چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل کړی، د دسمبر تر ۲۶مې پورې په دغه هیواد کې ثبت شوي ملکي تلفات ۱۷۸۳۱ دي چې په دې ډله کې ۶۸۸۴ وژل شوي او ۱۰۹۸۶ ټپیان دي.

خو په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د عالي کمشنر دفتر (OHCHR)، په دې باور دی چې اوکراینيانو ته د اوښتو تلفاتو واقعي شمیر تر دې «د پام وړ لوړ» دی، هغه په دې دليل چې د جګړو د لومړيو کرښو له سیمو څخه د کره معلوماتو راټولول ګران دی.

 

دغه سازمان په یوه اعلاميه کې چې د سه شنبې په ورځ ناوخته خپره شوې ده، ويلي دي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ۴۲۹ ماشومان دي.

په اعلاميه کې زیاته شوې: «اکثریت ثبت شوو ملکيانو ته تلفات د هغو چاوديدونکو وسلو د استعمال له وجې اوښتی دی چې پراخه ساحه اغېزمنه کوي، چې پکې توپخانه يي ګولۍ، د توغنديو ضربه يي سیستمونه، میزايلونه او هوايي بمباري هم شاملي دي.»

زېلنسکي روسي ځواکونه په خیرسون کې پر جنایاتو تورن کړل

په جګړه کې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه دونباس ده چې د اوکراین ختيځې سيمې، لوهانسک او دونيڅک هم په بر کې نیسي.

ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې روسي ځواکونه د هستوګنې پر سیمو د بې باکانه توغندویزو بریدونو او بمبارۍ سره ملکيان وژلي او روغتونونه، ښوونځي او نورې ملکي زېربناوې ېې تخريب کړي دي.

« د روسیې سره په اوسني حالت کي د سولي د خبرو مخالفت»

مسکو په وروستیو میاشتو کې په خپلو حملو کې تر ډېره د اوکراین د اوبو او انرژۍ زېربناوې په نخښه کړي دي چې په نتيجه کې ېې اوکراین ته لوړ زیانونه اړولي دي.

د اوکراین پوځ همدا نن هم ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د تيرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې په خیرسون کې د هستوګنې پر سیمو ۳۳ توغندي توغولي دي. روسېې بيا دغه ادعا رد کړې ده.

کیف په امنیت شورأ کي د روسیې چوکۍ غیرمشروع بولي

د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) وويل چې روسي ځواکونو د هاوانانو او توپخانې په کارولو، پر خیرسون ښار خپلو بریدونو ته زور ورکړی په داسې حال کې چې د جګړې د لومړيو کرښو په اوږدو کې پوځي فشارونه هم پر خپل حال پاته دي.

خيرسون په وروستیو کې وروسته له هغې چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل، بیرته د اوکرايني ځواکونو په کنټرول کې راغی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز او معلوماتي البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل