هنګري؛ تر اوږدې مودې واکمنۍ وروسته د ويکتور اوربان ماتې
۱۴۰۵ فروردین ۲۴, دوشنبه
د هنګري د اپوزيسيون د مشر پيټر مجار، د تيڅا په نوم ګوند د انتخاباتي کميسیون د معلوماتو پر اساس په نوي پارلمان کې دوه په دريمه برخه څوکۍ ګټلي دي.
په کابو ۹۸ ټاکنیزو مرکزونو کې د ټولو رايو تر شميرل کیدو وروسته تيڅا ګوند له ۱۹۹ څوکيو څخه ۱۳۸ څوکۍ ګټلي دي.
د بريا تر اعلان وروسته پيټر مجار، د لسونو زرو پلويانو سره په ګډه په بوداپيست کې د دوناو سيند پر غاړه خپله بريا ولمانځله.
نوموړي خپلو پلويانو ته وويل: «په ګډه موږ د اوربان سیسټم ته منفي رایه ورکړه او په شريکه مو هنګري آزاد کړ.»
د لومړي وزير په توګه د ويکتور اوربان، تر ۱۶ کلنې دورې وورسته مجار، د نوي سياسي پېل اعلان وکړ.
دوه په دريمه برخه اکثريت
اوربان، خپله ماته ومنله. نوموړي په بوداپيست کې خپلو پلويانو ته وويل: «که هر څه کيږي موږ به په اپوزيسيون کې د هېواد خدمت وکړو. زموږ دنده روښانه ده: تر هغه وروسته چې د حکومتي کار بار زموږ پر اوږو نور پروت نه دی، موږ به خپل منځي اړيکه قوي کړو.»
نوموړي پيټر مجار، ته د تليفوني تماس له لارې مبارکي وويله.
په پارلمان کې د دوه پر دريمه برخه اکثريت سره مجار، کولی شي پراخ اصلاحات عملي کړي، په اساسي قانون کې اصلاحاتو ته زمينه برابره کړي او پر مرکزي دولتي څوکيو نوي کسان وګماري، هغه دندې چې تر اوسه د اوربان د اعتمادي کسانو له خوا پر مخ وړل کيدلی. د دې اکثريت پرته به دولتي بنسټونو لکه د اساسي قانون محکمې کولی شوای د اصلاحاتو مخه ونيسي.
اړونده موضوع: د اوکراين په اړه د مرکزي اروپا هيوادونو ترمنځ د نظر اختلاف
مجار، د ټاکنو د شپې پخپله وينا کې دغې خبرې ته اشارې کړې وه: «زه له ټولو لاسپوڅو چې د (اوربان) حکومت پر موږ مسلط کړي دي، له دندو څخه د ګوښه کيدو غوښتنه کوم.»
نوموړي په دې ترڅ کې پر نورو سربیره د هېواد د ولسمشر تاماش شوبک، لوی څارنوال ناګي او همدا راز د اساسي قانون د محکمې او رسنيو د څار مشرتابه مخاطب کړ.
په ټاکنو کې د ريکارډ کچې ګډون
په هنګري کې دا ټاکنې د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۰م کالونو تر ديموکراتيک بدلون راهېسې تر ټولو مهمه پريکړه بلل کيږي. اوربان، له ۲۰۱۰م کال راهېسې دغه هېواد په يوه استبدادي دولت بدل کړ، له اروپايي اتحادیې سره یې د مخالفت لاره غوره کړه او له روسیې او همدا راز د دونالد ترمپ، له حکومت سره یې ښې اړيکي پاللې.
په اروپايي ټولنه کې دننه بيا اوربان په څو ځلي له اوکراين سره مرستې ويټو کړي دي او په دې توګه یې د اروپايي ټولنې د عمل توان له خنډ سره د مخامخ کيدو تر سرحده رسولی. مجار، اعلان وکړ چې له اروپايي اتحادیې او لویديځ سره به خپلې اړيکې ښې کړي.
په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه هم ډېره لوړه وه: د ټاکنو د مرکزونو له بندیدو نيم ساعت مخکې دغه کچه ۷۷،۸ سلنه ته رسېدلې وه.