پاکستان د باجوړ د برید په تړاو د طالبانو ډیپلومات احضار کړ
۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه
د خیبر پښتونخوا د ایالت د باجوړ په سیمه کې، له افغانستان سره پولې ته نیژدې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ، ۱۱ پاکستاني سرتیري او یوه نجلۍ ووژل سول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه برید په افغانستان کې د مستقرو ملیشو له خوا ترسره سوی دی او له همدې امله یې په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان د استازولۍ مرستیال احضار او خپل سخت اعتراض یې اعلان کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: "پاکستان حق لري چې غبرگون وښيی او د دې برید تر شا کسان، هرچیرې چې وي،له منځه یوسي، ترڅو د خپلو سرتیرو، ملکي وگړو او سرحدونو ساتنه وکړي."
اړونده موضوع: د پاکستان په شمال لویدیځ کې بريدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلتياو لا په خپل ځای پاتې دي. پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پخپله خاوره کې یې د ترهګريزو شبکو فعاليت ته اجازه ورکړې ده، هغه تورونه چې طالبان یې ردوي.
تېر کال د دواړو اړخونو ترمنځ شديدې نښتې رامنځته شوې وې خو د اکتوبر میاشتې د دې خونړيو نښتو وروسته يو اوربند رامنځته شو چې لا هم ټینګ دی.
په کابل کې د طالبانو چارواکو تېره اونۍ درې هغه پاکستاني عسکر چې د اکتوبر د دولسمې نیټې د نښتو پر وخت نيول شوي ول، آزاد کړل او په کابل کې یې د سعودي عربستان يوه پلاوي ته وسپارل.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري
په همدې ترڅ کې پاکستاني چارواکو نن، پنجشنبه ويلي دي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ دوام لري او د ۲۰۲۳م کال له پای راهېسې تر دوه میليونه ډېر افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو ویلي دي چې غواړي د بیرته ستنولو لړۍ په ترڅ کې شل هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، بیرته خپل هېواد ته وليږدول شي.
اړونده موضوع: د ميلیونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا کیدای شي تروريزم تقویه کړي
د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې دغه افغانان په داسې حال کې خپل هېواد ته ليږدول کيږي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده.
په ټول کې هېواد عملي شوي دې کمپاين چې د ۲۰۲۳م کال په وروستيو میاشتو کې پیل شوی وو، د دواړو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي دي.
د پاکستان د حکومت پر دې تګلاره د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې (يو ان ايچ سي آر) هم نیوکې کړې دي. يو ان ايچ سي آر ويلي دي چې د هغو افغانانو د نيولو او اخراجونه رپوټونه یې هم ترلاسه کړي چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد لري او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی دی چې د کډوالو په دې توګه ليږدول د پاکستان د نړيوالو مکلفيتونو سره په ټکر کې کار دی.
له پنجاب ايالت څخه تر ۱۵۰ زرو ډېر افغانان ستانه شوي
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله رسمي شمیرې ښيي چې تر اوسه له ټول پاکستان څخه تر ۲ میليون ډېر افغان اتباع بیرته خپل هېواد ته ليږودول شوي دي.
په اعلاميه کې زياته شوې چې «يوازې له پنجاب څخه تر ۱۵۰ زرو ډېر هغه افغان کډوال په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، بیرته ليږدول شوي.»
اړونده موضوع: له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج د طالبانو غبرگون راپارولی دی
په اعلاميه کې همدا راز ويل شوي هغه افغان اتباع چې د اعتبار وړ ویزه نه لري، بايد له هېواده ووځي او هغه چې ویزې یې د اعتبار وړ دي کولی شي خپل کار او يا تجارتونو ته ادامه ورکړي.
د وياند په حواله په پنجاب ایالت کې د مګړۍ ۳۷ د کډوالو د ساتنې مرکزونه فعال دي چې کابو ۶۹ افغان وګړي پکې دمګړۍ میشت دي چې د دوی له جملې څخه د ۲۰ تنو ليږدول د نن، پنجشنبې ورځ له پاره په نظر کې نيول شوي.