د ځواک د نمایش له پاره د سترو ماڼیو جوړول
په سپينه ماڼۍ کې د نڅا له نوي جوړ شوي تالار څځه نیولې بیا، په انقره کې د اردوغان د ولسمشرۍ تر سترې ماڼۍ پورې: په نړۍ کې د هیوادونو ولسمشران او دولتي مشران داسې شخړیزې ودانۍ جوړوي چې د ځواک او پایدارۍ سمبول ګڼل کیږي.

انقره: په تفریحي ساحه کې عثماني شان او شوکت
په انقره کې صداراتي ماڼۍ له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې د رجب طیب اردوغان په امر چې لا په هغه وخت کې ولسمشر نه و، ودانه شوه. د معمارۍ په چارو کې د عثماني امپراتورې سبک کارول شوی دی. په تفریحي ساحه کې د دې ودانۍ جوړیدل له هم هغه پيل څخه یوه شخړیزه موضوع وه. د ترکیې سترې محمکې د ساختمان جوړونه ناقانونه بللې وه، خو اردوغان یې پروا ونه کړه.
واشنګټن ډي سي: د ختیځ بلاک د قدرت سمبول
د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د ښه راغلاست د یوې عصري ودانۍ د جوړولو له پاره ولسمشر ترمپ د جمهوري ریاست د دفتر ختیځه برخه تخریب کړه. که څه هم دغه برخه پخپله د سپينې ماڼۍ په اندازه تاریخي نه وه او په ۱۹۴۲م کال کې جوړه شوې ده، خو دې اقدام د لرغونو آثارو کارپوهان په شوک کې واچول.
بوخارست: د یوه دیکتاتور ځان غوښتنه
د ولس د کور په نوم په ۱۹۸۰ لسیزه کې د مساحت له پلوه یو د نړۍ تر ټولو لویه ودانۍ جوړه شوه. خو ډیر ژر دغه ودانۍ «پر خلکو د بریا کور» په نوم مشهوره شوه. روماني کمونیست ولسمشر نیکولا چائوشسکو، د دې کار له پاره د بخارست د لرغوني ښار یوه لویه برخه تخریب کړله. چائوشسکو د ۱۹۸۹م کال له انقلاب څخه وروسته اعدام شو. اوس دا د پارلمان ودانۍ ده.
په صحرا کې د مصر نوی اداري ښار
پر قاهرې د فشار کمولو له پاره د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په امر په ختیځ ۵۰ کیلومترې کې «نوې ادارې پلازمېنه» جوړیږي. ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۳۰کاله پورې په دې ځای کې د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ چې ارتفاع به یې تر ۱۰۰۰ مترو پورې رسیږي جوړې شي. انتقاد کوونکي د دې پر لوړ لګښت نیوکه کوي چې د اټکلونو له مخې تر ۶۰ میلیارده یورو پورې به ورسیږي.
نوی ډهلي: پر مشهور سړک د ویاړ پروژه
په انځور کې (شاته) لیدل کیدونکې د پارلمان ودانۍ د بریتانوي استعمار د وختو ده. د لومړي وزیر نریندر مودي په امر په ۲۰۲۳م کال کې د Central Vista په نوم د دې نوي ساختمان چې نږدې ۳ کیلومتره غځیدلی دی، د جوړیدو چارې پيل شوې چې هغه ته د برستیژ او ویاړ یوه پروژه بلل کیږي.
اکواټوریل ګینه: ځنګل ته کډه کیدل
تئودورو اوبیانګ ته همدا اوس صدارتي ماڼۍ تیاره شوې ده. ټاکل شوې چې د دې په اطرافو کې نوې پلازمېنه د باراني ځنګلونو په سمیه کې جوړه شي. اوبیانګ له ۱۹۷۹م کال راهیسې پر افریقایي هیواد ګینه استوایې (ایکواټوریال ګینې) هیواد په استبدادي ډول حکومت کوي. تر اوسه پورې «د سولې ښار» پلان په غیر شفاف ډول پر مخ تللی دی. پخوانۍ پلازمېنه مالابو، د کامرون مخې ته په یوه ساحل کې و.
د سویلي کوریا نوې پلازمېنه سیجونګ، د منل کیدو له ستونزې سره
د هیواد مرکز ته د سویلي کوریا د پلازمېنې د انتقالولو مفکوره د وخت د ولسمشر رو موهیون، له خوا په ۲۰۰۳ کال کې مطرحه شوه. هغه غوښتل چې په هیواد کې متوازنه پراختیا رامنځته کړي، خو تر ننه پورې له سیاسي او حقوقي ستونزو سره مخ ده. ډیر شمیر وزارتونه لادمخه کډه شوي دي، خو هر کارمند د سئول له ګڼې ګوڼې څخه وتلو ته تیار نه دی.
برلین: ایا د صدارت ماڼۍ لا هم کوچنۍ ده؟
په برلین کې د صدارت ماڼۍ چې ډیری وختونه د جامو پریمنځلو ماشین نومول کیږي، د نړۍ یو تر ټولو لوی دولتي مرکز ګڼل. خو سره له دې ویل کیږي چې په ۲۰۰۱م کال کې افتتاح شوې ودانۍ هم ډیره کوچنۍ ده. د معلوماتو له مخې دغې ودانۍ ته پر پراختیا ورکولو ۷۷۷ میلیونه یورو لګښت راځي چې د بودیجې تمویلیدل یې یوه شخړیزه موضوع ده.
برلین: له قصر څخه د جمهوري ریاست تر ودانۍ او بیرته قصر کیدو پورې
د المان کمونیستي رهبرۍ په ۱۹۵۰م کال کې د نازي المان د جګړې پر مهال زیانمن شوې ماڼۍ ته انفجار ورکړ او د هغې پر ځای یې د جمهوریت ماڼۍ په نوم نوی ساختمان جوړ کړ. دا هم د تاریخ یوه برخه وګرځیدله او په ۲۰۰۸ م کال کې یو ځل بیا د قصر یا مانۍ په توګه ورغول شوه چې اوس د هومبولت فورم ترې استفاده کوي.