د روسیې او امریکا ۱۲ تریلیونه ډالري موافقې په اړه خبرداری
۱۴۰۴ بهمن ۱۹, یکشنبه
ټاکل شوې ده چې اوکراين او روسيې راتلونکې اونۍ مستقمې خبرې اترې پیل کړي. دغه خبرې اترې د لومړي ځل له پاره په متحده ایالاتو کې ترسره کیږي او د درې اړخیزو خبرو اترو بڼه به ولري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې ممکن د دوو هیوادونو ترمنځ د یوې سترې موافقې له پاره د جیو پولیتیک ارزښت لرونکی چوکاټ وي چې کېدلی شي د اوکراین په ضرر تمام شي.
زیلنسکي د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي دي چې امریکا او روسیه د ۱۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي موافقتنامو مجموعې د طرحې جوړولو په حال کې دي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د هغې متن د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ خپور شوی دی. زیلنسکې د موافقتنامو دغه مجموعه د «دیمیتریف بسته» وبلله چې کیریل دیمیتریف ته اشاره کوي، کوم چې د روسیې د ملي شتمنۍ د صندوق مشر او له اوکراین سره په مذاکراتو کې د ولادیمیر پوتین استازی دی.
نوموړي وویل چې د دې موافقتنامې جزویات لا تر اوسه پورې اوکراین ته روښانه شوي نه دي، خو کیف په دې هکله د معلوماتو د را ټولولو په حال کې دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ مخکې تر دې د بندیزونو د کمولو امکان او له روسیې سره یو ځل بیا د اقتصادي همکاریو پيلولو ته، د جګړې بندولو ته د مسکو د تشویقولو وسیلې په توګه یادونه کړې وه.
په هر حال، پوتین ټینګار کړی دی چې روسیه به په هر ممکن شکل خپلې موخې ترلاسه کوي.
د «واشنګټن پوسټ» د رپوټ پر بنسټ دیمیتریف د امریکا له ځانګړي استازي ستیو ویتکاف او د ترمپ له زوم جرد کوشنر سره په ګډه د سولې یوه ۱۸ ماده یي طرحه جوړه کړې ده.
د دې رپوټ پر بنسټ په دې طرحه کې، په تدریجي ډول پر روسیې د بندیزونو کمول او د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي پراختیا پروژو رامنځته کول شامل دي.
زیلنسکي بیا د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د دوام او زیاتولو غوښتنه کوي او استدلال کوي چې د بندیزونو دوام به د دې سبب شي چې د روسیې د مالي سرچینو او د لویدیځ ټکنالوژۍ ته د دې هیواد د لاس رسي[ چې په جګړه کې ترې استفاده کوي] مخه ونیول شي.
زیلنسکي یو وار بیا ټینګار وکړ چې هیواد به یې د هیڅ داسې موافقې ملاتړ ونه کړي چې پرته د کیف له رضایت څخه یې صورت نیولی وي، حتی که دغه موافقتنامې «بالقوه» هم وي.
واشنګټن او مسکو تر اوسه پورې په مشخص ډول د دې احتمالي موافقې [له یاد شوو مالي ابعادو سره] په هکله څه نه دي ویلي. په هغو مذاکراتو کې چې تر اوسه پورې د اوکراین د جکړې بندولو په هکله شوي دي، تل په کې پر اقتصادي اړخونو بحث شوی دی.
په راتلونکي کې د زاپوریژیا د اټومي انرژۍ بټۍ مدیریت او همدارنګه د اوکراین د طبیعي ګازو منابع او د هغوي انتقالول، که هغه د روسیې له خوا د اشغال شوو ځمکو له لارې وي او که د اوسنۍ لومړۍ کرښې ته نزدې سیمو له لارې وي، اوسمهال له اختلافي موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.