1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي وزیرستان: ځانوژونکي برید کې څلور عسکر وژل شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۹, شنبه

يوه ځان وژونکي بریدګر پر خپل موټربم او درې نورو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته برید کړی چې پکې ۴ عسکر وژل شوي دي. پولیس وايي په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/55kOu
آرشیف - د پاکستان شمالي وزیرستان علاقه کې یوه امنيتي پوسته
يوه ځان وژونکي بریدګر او درې نورو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته برید کړی چې پکې ۴ عسکر وژل شوي دي انځور: FAROOQ NAEEM/AFP

د پاکستان پوځ او ځايي پولیسو ویلي برید د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان یوه کلي ته نژدې د پوځ پر یوه پوسته وشو چې د دواړو لورو ترمنځ شدیده نښته رامنځ ته او پکې څلور عسکر ووژل شول.

 د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي څلور واړه حمله کوونکي امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي. د اسوشتید پریس خبري آژانس څو ساعته مخکې په خپل رپوټ کې ويلي چې تر اوسه د دغه برید مسئوليت هېڅ چا په غاړه نه دی اخیستی خو پوځ ېې پړه پر پاکستاني طالبانو اچولې.

نور ولولۍ: پاکستان د ټولنیزو رسنیو له شرکتونو غوښتي چې وسله والو ډلو پورې اړوند حسابونو بند کړي

اعلامیه کې ویل شوي چې وسله والو غوښتل پوسته ونیسي خو بریالي نه شول چې بیا ېې خپل د چاودېدونکو موادو ډګ موټر د پوستې له بهرني ديوال سره وجنګاوه. سرچینه وايي د چاودنې په نتیجه کې نژدې کورونو او یو مسجد ته زیانونه اوښتي دي.

 پولیسو هم ویلي چې چاودنه زوروله وه چې له کبله ېې نژدې کورونه نړيدلي او په کې مېشت ملکيان ټپیان شوي دي.

نور ولولۍ:  په کابل کې د علماوو اعلاميې ته د پاکستان محتاط غبرګون

د پاکستان پوځ د تېر په څېر ادعا کړې چې دغه برید له کرښې هاخوا د افغانستان په خاوره کې پلان شوی و. په کابل کې د طالبانو ادارې په سملاسي توګه د دغې ادعا په تړاو پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړې خو تر دې مخکې ېې د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

نور ولولۍ: عاصم منير: افغان طالبان دي د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو انتخاب کړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل