1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان: د افغانستان سره پر پوله درې «قاچاقچيان» وژل شوي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ بهمن ۱۰, جمعه

د تاجيکستان چارواکو ويلي دي چې د «نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي» چې له افغانستان څخه د دغه هېواد خاورې ته داخل شوي ول، د وسله والې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/57lVS
د تاجيکستان په ختلان سيمه کې يو شمیر د امنيتي ځواک غړي
دا د نوامبر میاشتې راهېسې پر پوله د مرګونو وسله والو نښتو شپږمه پېښه ده چې تاجيکستان یې په اړه رپوټ ورکړی دی.انځور: picture-alliance/dpa/N. Kalandarov

تاجيکستان له افغانستان سره ۱۳۵۰ کيلومتره اوږد سرحد او له طالبانو سره چې دمګړۍ په کابل کې واکمن دي، ترينګلې اړيکي لري.  

د تاجيکستان دولتي خبري آژانس «خوار» د تاجيک چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د «مخدره موادو د پنځوو قاچاق وړونکو» له ډلې څخه یې درې تنه د «وسله وال مقاومت» تر ښوولو وروسته وژل شوي دي.

اړونده موضوع: د افغانستان او تاجیکستان پر پوله نښته؛ پنځه کسان وژل شوي

په دې نښته کې چې په جنوبي ختلان سيمه کې رامنځته شوې ده، دوه کسان «د شپې په تياره کې د افغانستان پر لور په تېښته بريالي شوي دي.» 

دا د نوامبر میاشتې راهېسې پر پوله د مرګونو وسله والو نښتو شپږمه پېښه ده چې تاجيکستان یې په اړه رپوټ ورکړی دی.

د فرانسې د خبري آژانس د شمیرو په حواله چې د تاجيکستان پر رسمي ارقامو متکي دي، په ټوله کې په دې نښتو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان او تاجیکستان ګډ سرحدي بازار بېرته پرانیستل شو

په وژل شويو کې د تاجيکستان پوله ساتي، چينايي کارکوونکي او همدا شان هغه کسان شامل دي چې په دوشنبه کې یې چارواکي «قاچاق وړونکي» او «ترهګر» بولي.

تاجيکستان په کابل کې د طالبانو له ادارې غوښتنه کړې ده چې په سرحدي سيمو کې د ناامنۍ د مخنيوي په موخه دې ډول حادثو ته رسيدګي وکړي.

يو شمیر وسله والې ډلې چې د جماعت انصارالله او د داعش خراسان څانګې پکې شاملې دي، په دې غرنۍ سرحدي سيمه کې فعاليت کوي.

اړونده موضوع: له اخراج څخه بیره؛ «په تاجيکستان کې له میاشتو راهیسې افغانان په کورونو کې پټ دي»

د تاجيکستان رئيس جمهور امام علي رحمان، د افغانستان پر اوسنيو حاکمانو انتقاد کړی او په کابل کې یې اوسنیو حاکمانو غوښتنه کړې ده چې د تاجيک قوم حقونو ته چې د افغانستان د نفوس يو پر څلورمه برخه جوړوي، درناوې وکړي.

د تاجيکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړيکې ترینګلې دي او دې ګاونډي هېواد تر اوسه په کابل کې د طالبانو اداره په رسميت نه ده پيژندلې.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber