1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه کې د ېوې آلمانۍ مور او د هغې د ۲ ماشومانو ناڅاپي مړینه

۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه

یوه آلمانۍ مور او دوه ماشومان ېې چې په ترکیه کې د رخصتیو ورځو تېرولو پر وخت مړه شوي ول، نن په ترکیه کې خاورو ته سپارل کیږي. د یادې ښځې مېړه د استانبول د یوه روغتون په عاجله برخه کې بستر دی.

https://p.dw.com/p/53gYw
د استانبول په فاتح علاقه کې هغه هوټل مخه چې آلمانۍ کورنۍ په کې اوسېده
یوه آلمانۍ مور او دوه ماشومان ېې چې په ترکیه کې د رخصتیو ورځو تېرولو پر وخت مړه شوي ول، ترکیه کې خاورو ته سپارل کیږيانځور: DHA

د ترکیې دولتي خبري آژانس آنادولو رپوټ ورکړی چې د مړې شوې آلمانۍ مور او د هغې د دوو ماشومانو جسدونه د عدلي طب تر معایناتو وروسته د هغوی کورنۍ ته وسپارل او د ترکيې شرقي ښار، افیون قره حصار ته انتقال شول.

د آلمان خبري آژانس لیکي چې د کورنۍ پلار په استانبول کې د ځانګړو روغتيايي مراقبتونو په یوه واحد کې تر درملنې لاندې دی.

د آنادولو د رپوټ له مخې، چارواکي د دغو مړینو د لامل موندلو له پاره څېړنې جاري ساتلي دي. د مړینو یو لامل زهرجنه غذا ده چې لا هم د یو شک په توګه پر خپل ځای پاته دی. خو آنادولو وايي چې د لابراتواري معایناتو نتایج تر اوسه نه دي راوتلي. 

دولتي تلویزیونTRT ويلي چې د پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نيول شوي دي. د دغو افرادو په هکله ویل شوي چې خواږه شیان او ترکي غذاګانې، له هغې جملې د پسه له غوښې جوړ خوندور خواړه چې په ترکیه کې په کوکورچ یادیږي، خرڅول.

په رپوټ کې راغلي چې دغه افراد د غیرعمدي قتل په تور نیول شوي دي. زیاته شوې چې نيول شوي مشکوک کسان ټول ېې پخوانۍ جرمي سابقې لري. 

دغه آلماني مور او پلار له خپلو دوه ماشومانو، ۶ کلن زوی او درې کلنې لور سره د یکشنبې په ورځ استانبول ته سفر کړی وو.

دغه کورنۍ چې ویل کيږي ترکي ريښه لري، په هکله یې ویل کيږي چې د سه شنبې په ورځ په موټر کې د ترکیې اورتاکوي ولسوالۍ ته تللي ول. دوی هلته غرمه مهال د سړک غاړې له یو دستفروش څخه یو ډول صدفي خواړه اخیستي ول او بیا ېې په یو بل دوکان کې سوپ او کوکورچ خوړلي ول.

دوی په فاتح ولسوالۍ کې خپل هوټل ته د بېرته راګرځېدو پر مهال ترکي شيريني او اوبه اخیستې وې. انادولو زیاتوي چې دغې کورنۍ له دې علاوه د چرګانو غوښې هم خوړلي دي.  

یاد خبري آژانس وايي دغه کورنۍ لومړۍ د چهارشنبې په ورځ د مشکوکې زهرجنې غذا د خوړولو په ګمان روغتون ته مراجعه وکړه. د ماشومانو په هکله ويل شوي چې زړه بدوالي ېې درلود او کانګې ېې وهلې، خو وروسته له روغتونه رخصت شول.

خو وروسته د ماشومانو وضعیت تر خرابېدو وروسته، شپه مهال ټوله کورنۍ بیا روغتون ته انتقال شوه چې لږ وروسته ېې دوه ماشومانو او بیا ېې مور ساه ورکړه.

د آلمان خبري آژانس د ځايي رسنیو په حواله لیکي چې پلار لاهم د روغتون په عاجله برخه کې تر درملنې لاندې دی. دغه آژانس وايي پام کې و چې د مړې شوې مور او د هغې د ماشومانو جنازې نن شنبه د نومبر ۱۵مه په ترکیه کې خاورو ته وسپارل شي.